د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

کارپوهان: امارات د طالبانو په اړه پر اسلام اباد فشار راوستلای شي


په داسې حال کې چې د افغانستان جمهور رئیس د عربي متحدو اماراتو له چارواکو سره په لیدو کتو بوخت دی ځینې په دې باور دي چې عربي متحده امارات د هغه نفوذ له مخې چې پر پاکستان او طالبانو یې لري کولای شي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې نقش ولري.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د عربي متحدو اماراتو ځینې پانګه‎وال او واک لرونکي له طالبانو سره ښې اړیکې لري او په دې سفر کې باید په داسې طرحې کار وشي چې د طالبانو د مالي منابعو مخه ډب کړي.

د اغلې کوفي په باور عربي متحد امارات دا توانمندي هم لري چې پر پاکستان فشار راولي چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي
د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي

نوموړې وايي:

"عربي متحد اماراتو یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د ګاونډیو او په تېره د پاکستان خلک په کې زیات دي، که له دې لارې وکړای شي پر پاکستان فشار راوړي چې د ویره اچوونکو ډلو له ملاتړه لاس واخلي او په ریښتیني توګه د ترورېزم پر وړاندې مبارزه کې له نړۍ سره همکار شي."

جمهور رئیس غني د یو افغاني پلاوي په مشرۍ چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د ملي امنیت عمومي رئيس محمد معصوم ستانکزی په کې شامل دي، د شنبې په ورځ د عربي متحدو اماراتو مرکز ابوظبي ته لاړ.

د افغانستان د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ویلي چې د عربي متحدو اماراتو د پنځه ډیپلوماټانو غمشریکي چې د جنوري په میاشت کې د کندهار په یوه میلمستون کې په یوې انتحاري حمله کې ووژل شول، د دغه سفر په اهدافو کې شامله ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء پخوانی رئیس محمد ایوب رفیقي وايي، افغانستان باید پر اسلام‎اباد د فشار راوړلو په مقصد، عربي متحدو اماراتو ته کافي شواهد وړاندې کړي.

نوموړی وايي:

"زه فکر کوم چې د کندهار د برید په اړه به دوی کافي شواهد ولري چې د اماراتو حکومت ته یې وړاندې کړي او هغه تأثیر چې دوی یې پر پاکستان او طالبانو لري او هغوی د سولې پروسې ته رامات کړي او دا یقیناً تأثیر ګذاره ده."

خو عربي متحدو امارات د کندهار له وروستۍ پېښې څومره متأثره شوي او د افغانستان په امنیتي مسایلو کې څومره نقش لري؟

د نړیوالو اړیکو کارپوه مهدي منادي په دې اړه وایي:

"دغه دردونکې پېښه چې افغانستان کې رامنځته شوه او عربي ډيپلوماټان په کې ووژل شول، یو نښه یې دا ده چې د اماراتو خلک هم په خطر کې دي چې دا د قضیې یو اړخ دی او د افغانستان په امنیت کې د اماراتو تأثیر ګذاري د قضیې بل اړخ دی."

د ښاغلي منادي په خبره د افغانستان د سولې برخه کې د عربي هېوادونو او په تېره د عربي متحدو اماراتو نقش بې تأثیره نه دی.

خو دا چې عربي متحد امارات به په دې برخه کې څه وکړي، د کارپوهانو په باور، دا به وروسته څرګنده شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG