د کندز امنیتي چارواکي وايي چې په څه کم یو میاشت کې ۱۲۱ تنه د پلان شوي جرمونو، انتحاري حملو، سړي تښتوونې، قتلونو، وسله والو غلاوو او بېلابېلو جرمونو په تور دې ولایت کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
د دې ولایت د امنيې قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي په یوه خبري کنفرانس کې رسنیو ته وویل چې د نیول شوېو کسانو دوسيې د اړوندو امنیتي ارګانو له خوا له څېړلو وروسته څارنوالۍ ته تسلیم شوي دي.
ښاغلي حمیدي زیاته کړه:
"په ټوله کې موږ په څه کم یو میاشت کې ۱۲۱ تنه کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي او دوسيې یې څېړل شوي او وروسته له هغه یو شمېر د کندز اړوند عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي او یو شمېر مرکز ته موږ انتقال کړي."
ښاغلی حمیدي زیاتوي چې اوسمهال کندز ښار د ډاډمن امنیت په هدف، امنیتي ځواکونو ګرځنده ګزمې پیل کړي، څو د دې ولایت خلک پرته له کومې اندېښنې خپلو ورځنیو فعالیتونه ته دوام ورکړي.
حمیدي وايي:
"موږ د ښه امنیت په خاطر په ښار کې د شپې او ورځې لهخوا ګرځنده ګزمې پیل کړي، څو زموږ خلک په ارامه فضا کې ژوند وکړي او هڅې کوو چې دې ولایت کې د هر ډول ننګونو مخه ونیسو."
په ورته وخت کې د کندز ولایتي شورا غړي مولوي خوش محمد د دې ولایت د امنیتي ارګانونو له وروستیو فعالیتونو څخه مننه وکړه او له چارواکو یې وغوښتل چې ښار کې د ډاډمن امنیت پهخاطر خپلې هڅې نور هم ګړندۍ کړي.
نوموړی وايي:
"د کندز ښار په مافیايي مرکز بدل شوی وو، ځکه د خپلسرو وسلهوالو تګ را تګ زیات شوی وو او دې مسئلې خلک ډېر اندېښمن کړي وو، خو په دې ورځو کې د ښار نظم ښه شوی او خپلسري وسلهوال هم نه تر سترګو کېږي."
بلخوا د کندز ښاریان بیا وايي چې په دې وروستیو کې د دې ولایت مرکز کې د وسلهوالو غلاوو، سړي تښوونې، قتلونو او په ښار کې له دوکاندارانو څخه په زوره د پیسو اخېستلو پېښې زیاتې شوي چې د موضوع خلک یې اندېښمن کړي او هېڅوک په دې ښار کې د خوندېتوب احساس نهکوي.
خو د کندز امنیتي چارواکي وايي چې دوی هڅې کوي څو په دې ولایت کې ډاډمن امنیت رامنځته کړي.
اجمل آرین-کندز