د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

دي هيل خپرونه افغانستان کې د بريا لپاره پنځه ټکي مهم ګڼي


دي هېل:

امريکايۍ خپرونې دي هېل "The Hill" په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان په باب مفصله ليکنه خپره کړې چې په افغانستان کې يې د امريکا د بريا لپاره په کې پنځه لارې چارې په ګوته کړي دي.

خپرونه ليکي، په امريکا کې يو وار بيا له افغانستانه د ځواکونو د وتلو پر سټراټيژۍ بحث مطرح شوى دى، خو دا وار ټينګار د ځواکونو پر وتلو کېږي، نه پر سټراټيژۍ.

د خپرونې په ليکنه، په افغانستان کې د بريا لپاره بايد نړيوال ټرورېزم او د وسله والو طالبانو پاتې غړو ته چې ستړي شوي هم دي، ماتې ورکړل شي.

په ليکنه کې راغلي، امريکا بايد داسې يو افغانستان تر شا پرېږدي چې له القاعده او داعشه پاک او له ګاونډيانو هم خوندي وي.

د دي هېل خپرونې په باور د دې بريا کيلي د جنګ په ميدان کې د افغان قواوو د توان ښه کول دي چې د دې جګړې لورى د ځان په ګټه واړوي او هم بايد پر پاکستان فشار راوستل شي چې په خپله خاوره کې د وسله والو طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.

د خپرونې په ليکنه کې وړاندې راغلي، کله چې دويم هدف ته ورسېدو، د سولې يو نړيوال کنفرانس دې راوبلل شي، په داسې حالت کې افغانستان کولاى شي د نړيوالو متحدانو په مرسته خپل داخلي مشکلات چې د اداري فساد او د مخدره موادو مسئله ده- حل کړي.

دغه خپرونه په افغانستان کې د بريا لپاره پنځه ټکي مهم ګڼي.

اول بايد په افغانستان کې د امريکا تعهدات تقويه شي.

دويم د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بايد پاکستان ته خبردارى ورکړي.

درېيم امريکا بايد په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکلسن ته صلاحيت ورکړي چې افغانستان ته څومره چې اړتيا وه د نړېوال ائتلاف سرتېري ور وغواړي.

څلورم امريکا او نړيواله ټولنه بايد افغانستان ته نورې بشري مرستې برابرې کړي او پنځم دا چې سپينه ماڼۍ بايد دغه مهم بحران ته زياته پاملرنه وکړي.

د خپرونې په ليکنه، په داسې حالت کې کولاى شو ووايو چې د افغانستان د بريا لپاره د مرستو وخت شته.

بلومبرګ:

بلومبرګ هم په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان په اړه د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پر پلانونو تبصره کې ده.

د خپرونې په ليکنه، د امريکا په دوستانو او شريکانو کې خصوصاً د افغانستان د ملي يووالي زيانمنونکي حکومت په اړه د واشنګټن د رهبرۍ په پاليسۍ کې د تشې موجوديت، کړکېچ ايجاد کړى دى، دا کار وسلوالو طالبانو ته قوت ورکوي.

د بلومبرګ خپرونې په باور، يو شى بايد هېر نه کړو، دا د امريکا په ملي ګټو کې شامله ده چې پرې نه ښوول شي، افغانستان د تروريستانو په پناه ځاى بدل شي؛ ځکه د افغانستان په ځينو برخو کې د داعش د سخت دريځو وسله والو تحرکات او په پاکستان کې د القاعده حضور واقعي ګواښ ګڼل کېږي.

په ليکنه کې راغلي، د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما دا اشتباه کړې وه: مخکې تر دې چې افغان ځواکونه د خپل هېواد د بشپړې دفاع ځواک ولري، له افغانستانه يې د امريکايي ځواکونو د شمېر کمولو پرېکړه وکړه. خو د ليکنې په حواله له نېکه مرغه وروسته يې دا سياست بدل کړ.

اوس د امريکا نوې اداره بايد په افغانستان کې د بريا لپاره يو جلا تصور او پلان ولري.

د خپرونې په ليکنه بايد دا تمه ونه لرو، افغانستان دې د امريکا غوندې ولسواکي لرونکى هېواد وي؛ خو دا د امريکا په ګټه ده چې افغانستان په يوه ناکام دولت بدل نه شي.

XS
SM
MD
LG