د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

ماتېس په افغانستان کې د جرمني قواوو رول وستايه


د امريکا دفاع وزير وايي، په افغانستان کې د جرمني پوځيانو رول مثبت دى.

جيمز ماتېس له خپلې جرمنۍ سيالې اورزلا اون ديرلين«Ursula von der Leyen» سره په واشنګټن کې د خبرو پر مهال د افغانستان په جګړه کې د جرمني سرتېرو رول وستاينه.

جیمز ماتېس
جیمز ماتېس

د امريکا په دفاع وزارت کې دفاع وزير ښاغلي ماتېس د خبرو پر مهال جرمني يو باوري شريک وباله چې د تهديدونو په وړاندې د مبارزې لپاره په ازموينه کې بريالى دى.

جنرال ماتېس چې په ٢٠١٠ او ٢٠١٣میلادي کلونو کې د امريکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندې پر مهال يې د افغانستان او عراق د جګړې څارنه کوله، خپلې جرمني سيالې ته وويل، مخکې يې د خپلې دندې پر مهال له جرمني ځواکونو سره همکاري درلوده او جرمني قواوو ته ډېر درناوى لري.

د امريکا دفاع وزير چې د دغه هېواد د سمندري ځواکونو يو متقاعد جنرال دى ويلي، هره اردو چې جګړې ته ځي له ازميښت او تفتيش سره مخامخېږي او تر ټولو ستر ازمېښت د جنګ په ميدان کې د دوى چلند دى.

جنرال جيمز ماتېس زياته کړه، په هرات کې جرمني پوځيان د رهبرۍ د پوخوالي او اخلاقي چلند په برخه کې يوه نمونه وه او دى يې د ناټو او امريکا د ځواکونو د قوماندان په توګه مننه کوي.

په همدې حال کې د جرمني دفاع وزيرې وان ديرلين هم د امريکا او جرمني د ځواکونو ترمنځ دوستي وستايله او امريکا يې د ناټو يو باوري شريک وباله.

مېرمن وان ديرلين د جنرال ماتيس مخکنيو خبرو ته په اشاره چې په افغانستان کې يې د ځواکونو د غښتلتيا غوښتنه کړې وه، وويل:

د جرمني د دفاع وزیره.
د جرمني د دفاع وزیره.

"موږ د تېر ميلادي کال په ډسمبر مياشت کې پرېکړه وکړه چې افغانستان ته خپل نور ځواکونه ولېږو، ځکه د قاطع ملاتړ ماموريت داسې ماموريت دى چې موږ په کې ستراتيژيک زغم ته اړتيا لرو، تر دې مرحلې چې افغان ځواکونه وکړاى شي په بشپړ ډول د خپل هېواد دفاع وکړي چې دا کار وخت نيسي، له دې کبله د جرمني پارلمان تېر کال تصميم ونيوه چې افغانستان ته خپل اضافي عسکر ولېږي."

د امريکا او جرمني ځواکونه لا هم د ناټو تر مشرۍ لاندې د افغان ځواکونو د روزنې او سلا-مشورې په ماموريت کې برخه لري، خو د وسله والو طالبانو او نورو سخت دريځو ډلو پرضد د پوځي عملياتو مشري د افغان قواوو په لاس کې ده.

جنرال جيمز ماتېس څرګنده کړه، اوس چې د امريکا د دفاع وزير په توګه ټاکل شوى، هره مسئله په جديت ارزوي.

ده وويل په يوه کونج کې کېناستل او انتقاد کول اسان کار دى، خو کله چې تاسې د جنګ ميدان ته ځئ، بايد په چټکۍ تصميم ونيسئ ځکه پوهېږئ چې تصميم نيول څومره سخت کار دى.

XS
SM
MD
LG