د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

موګیرېني: امریکا د ایران د ا ټمي موافقې بشپړ عملي کولو ته ژمنه ده


د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشرې ويلي خوشبينه ده چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره به د تهران د اټمي موافقې شرايطو ته ژمن پاتې وي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشره وايي هيله منه ده د امريکا نوې اداره به د هغې موافقې شرايطو ته ژمن پاتې وي چې د نړۍ د لويو قدرتونو او ايران ترمنځ لاسليک شوې ده.

فدريکا موګريني پرون په سپينه ماڼۍ او د امريکا په بهرنيو چارو وزارت کې له چارواکو سره تر کتنې وروسته دا څرګندونې وکړې.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار- وار د ايران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ پر هغې تاريخي موافقې سخت انتقادونه کړي چې له مخې يې تهران خپل اټمي فعاليتونه محدود کړل او نړيوالو پر ايران خپل ځينې بنديزونه لېرې کړل.

ښاغلي ټرمپ د انتخاباتي کمپاين پر مهال ويلي وو، دا يوه له تر ټولو بدو موافقو څخه ده. خو ده د دې موافقې په اړه بېلابېلې څرګندونې کړې دي.

يو وخت يې ويلي وو، دى به دغه موافقه فسخه کړي، بل وار يې ويلي وو، د موافقې پر شرايطو به له سره مذاکرې وکړي.

خو د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشرې فدريکا موګیرېني ويلي، واشنګټن ته يې د سفر عمده هدف پر هغې موافقې بحث کول وو چې د ايران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ لاسليک شوې ده.

هغې ويلي چې په دې باب له خبرو اترو خوشحاله ده.

مېرمن موګريني پرون خبريالانو ته وويل، د موافقې د بشپړ عملي کولو په برخه کې په کتنو کې ما ته ډاډ راکړل شو.

په وروستيو کې په ايران کې د امريکا پر نوې ادارې انتقادونه زيات شوي دي.

د ايران ولسمشر حسن روحاني پرون په تهران کې د اسلامي انقلاب د کليزې په مناسبت مظاهرې ته په وينا کې وويل، هېواد به يې د هر ډول تهديد په وړاندې مقاومت وکړي:

حسن روحاني.
حسن روحاني.

"موږ به د هر ډول تهديد، حماقت او اور لګونې په وړاندې په هوښيارتيا، استقامت، کلک هوډ او قدرت سره ودرېږو."

ښاغلي روحاني د امريکا نوى ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو تازه کار سياستوال ياد کړ.

د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشرې پرون په واشنګټن کې د ټرمپ ادارې له چارواکو سره د روسيې پر مسئله هم خبرې وکړې.

په دغو کتنو کې موافقه وشوه چې مسکو بايد د ٢٠١۵میلادي کال د سولې موافقه چې د مينسک د موافقې په نامه يادېږي رعايت کړي.

د دې موافقې هدف د اوکراين په ختيځ کې د اوکراييني ځواکونو او روس-پلوه بېلتون-غوښتونکو ترمنځ د روانې جګړې پای ته رسول دي.

په دې شخړه کې د ٢٠١۴میلادي کال له اپرېل مياشتې راهيسې څه باندې ٩زره او ٧۵٠ کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG