کندز کې جګپوړي پوځي چارواکي د پامیر "۱" تصفیوي عملیات د پای ته رسېدو همدارنګه د پامیر "۵" په نوم د افغان ګډو ځواکونو د تصفیوي عملیاتو د پیلېدو خبر ورکوي.
کندز کې د پامیر د شلمې فرقې د ارکان رئیس سید قربان موسوي ازادي راډیو ته وویل چې دغه عملیات د وسلهوالو طالبانو د ځپلو او د غیر مسؤله وسلهوالو د راټولولو په هدف په دې ولایت کې پیل شوي دي.
نوموړی وايي:
"دغه عملیات موږ د علياباد ولسوالۍ اړوند د عمرخېلو، منګلو، ناصریانو او رحمتبای پُل څخه پیل کړي او په دې عملیات کې موږ غیر مسؤله وسلهوالو هم خلع سلاح کوو او تر څنګیې بېاسناد موټر هم ټولوو چې تر اوسه موږ ۲۵۰ عرادې بېاسناده موټر راټول کړي دي."
په ورته وخت کې د دې ولایت د امنيه قوماندانۍ امنیت امر سفر محمد اکبري بیا وايي چې دغه عملیات د غیر مسؤله وسلهوالو د خلع سلاح کولو او د کندز ښار په شاوخوا سیمو کې د وسلهوالو مخالفینو د لهمنځه وړلو په هدف پیل شوي دي.
ښاغلی اکبري وايي:
"موږ پلان لرو چې د کندز ښار نېږدې څنډې د طالبانو له شتونه پاک کړو همدارنګه په ښار کې د غیر مسؤله وسلهوالو د تګ راتګ مخه ونیسو او هغوی خلع سلاح کړو."
بلخوا د کندز ولایتي شورا د دې ولایت پر پوځي چارواکو انتقاد کوي او وايي، دا دوهم ځل دی چې د ژمي موسم کې د وسلهوالو مخالفینو د ځپلو په هدف تصفیوي عملیاتونه پیلېږي، خو د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې کوم انکشاف نهدی راغلی.
د کندز د ولایتي شورا منشي زرګل عالمي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"موږ نور د چارواکو په خبرو باور نهلرو، ځکه مخکې له دې هم د پامیر "۱" په نوم عملیات پیل شوي وو خو پرته له کوم پرمختګه پای ته ورسېد او چارواکي غواړي په دې خبرو د ژمي فصل پای ته ورسوي، ځکه لا هم د ښار په شاوخوا سیمو کې طالبان شته او چارواکي هسې خلک غولوي."
د کندز ښاریان هم وايي چې دوی د چارواکو پر دغو تکراري خبرو باور نهلري، ځکه له دې وړاندې هم د طالبانو پر وړاندې د ښار په شاوخوا څنډو کې تصفیوي عملیات پیل شوي وو، خو پرته له کوم پرمختګه پای ته ورسېد او دغه عملیات چې اوس پیل شوي دا به هم پرته له کوم پرمختګه پای ومومي.
خو بیا د کندز سیمهییز چارواکي وايي چې د پامیر "۱" عملیاتو په پایله کې د دې ولایت یو شمېر سیمې د وسلهوالو مخالفینو نه پاکې شوې دي.
راپور: اجمل ارین