د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

روسیې د حکومت سیاسي مخالف «الکسي ناوالني» په اختلاس محکوم کړ


د روسیې یوې محکمې نن د حکومت یو پېژندل شوی سیاسي مخالف او اداري فساد ضد فعال په اختلاس محکوم کړ.

خو الکسي ناوالني په خپلې بې‌ګناهۍ ټینګار کوي او وايي چې لګول شوی تور سیاسي موخه لري.

د محکمې قاضي د چهارشنبې په ورځ فیصله وکړه چې الکسي ناوالني د دغه جرم پلان جوړوونکی دی.

د پیوتر او فیتزیروف په نامه یو بل کس چې د الکسي ناوالني د جرم شریک ګڼل شوی وو هغه هم ګرم وپېژندل شو.

خو د محکمې غونډې دوام درلوده او د دغه رپوټ تر برابرولو د جرم سزا نه‌وه اعلان شوې.

د روسیې د قانون له مخې دغه جرم ښاغلی ناوالني په دولتي مقام کې کار کولو څخه محروموي.

خو بیا هم د ناوالني یو ملګری چې د ۲۰۱۸ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره‌یې هلې ځلې تنظیموي وايي چې د محکمې دغه فیصله کومه اغېزه نه‌لري.

دواړو محکومو شویو کسانو ویلي چې د بشري حقونو اروپايي محکمې ته شکایت کوي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د بشري حقونو څانګې مشر مایکل جورج لېنک د ناوالني د محکومېدو په هکله اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړي ویلي داسې ښکاري چې محکمې دا فیصله د ښاغلي ناوالني د سیاسي حقونو د محدودولو لپاره کړې.

الکسي ناوالني او اوفیتزیروف د دولت تر کنټرول لاندې یوه شرکت څخه د پیسو د اختلاس په تور دوهم ځل محاکمه شول.

سترې محکمې تېر کال د کیروف د محکمې د ۲۰۱۳ کال پرېکړه چې دوی یې ګرم پېژندلي وو لغوه کړه.

د نننۍ فیصلې بیان تقریباً هغه بیان ته ورته وو چې د یو بل قاضي له‌خوا د ۲۰۱۳ کال د محاکمې په پای کې لوستل شوی وو.

الکسي ناوالني او اوفیتزیروف پر خپلې بې‌ګناهۍ ټینګار کوي.

ښاغلي ناوالني ویلي چې لګول شوي تورونه سیاسي موخه لري او مقصد یې دا دی چې دی د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ځان کاندید نه‌کړي.

XS
SM
MD
LG