د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

ګواښونو او فرصتونو ته د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ویاندویانو اشاره


په کابل کې د يو شمېر ولایتونو ویاندویانو د کلنیو راپورونو د وړاندې کولو پر مهال د امنیت ټینګښت د فساد سره مبارزې او د انکشافي پروژو پر پلي کېدو ټينګار وکړ.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي د چهارشنبې په ورځ کابل کې د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل چې لا هم د ننګرهار په څو ولسوالیو کې داعش حضور لري چې له امله‌یې خلک اندېښمن دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼی
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼی

نوموړي وویل:

"د ننګرهار د څلورو ولسوالیو په غرنیو سیمو کې داعش فعالیت لري، دغه ډله يوه وحشت‎ناکه ډله ده او ولسونه د دوی څخه په تنګ راغلي او خلک د حکومت په خوا کې دي."

د ښاغلي خوګياڼي د معلوماتو له مخې داعش جنګیالي دم‎ګړۍ د ننګرهار ولایت د اچین، کوټ، نازیانو او هسکې مېنې ولسوالیو په ځينو سیمو کې فعالیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترس په دې وروستیو کې ویلي چې داعش ډلې له نظامي پلوه سوریه، عراق، لیبیا او افغانستان کې دفاعي بڼه غوره کړې ده.

ښاغلي ګوترس ويلي چې داعش ډله کې د نویو جنګیالو جلب او جذب کم‌رنګه شوی خو دا ډله لا هم د نړۍ امنیت ته یو جدي خطر دی.

د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل بیا په میدان وردګو ولایت کې د ولایتي ادارې او امنیتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ خبره کوي او خلکو ته د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي.

ښاغلي منګل زیاته کړه:

"د امنیتي بنسټونو او ولایتي ادارې تر منځ همغږي ډېره شوې د خلکو ملاتړ هم لرو، زموږ هڅه هم همدا ده چې په دغه ولایت کې سراسري امنیت ټینګ کړو او هغه سیمې چې تر ګواښ لاندې دي هلته هم امنیت ټینګ شي."

په همدې حال کې د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وايي چې امنیتي ځواکونه توانېدلي چې هرات ولایت کې د وسله‎والو مخالفینو د ټولو بریدونو مخه ونیسي او په دغه ولایت کې امنیت ټینګ کړي.

د خوست ولایت د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وویل، سره له دې چې خوست يو سرحدي ولایت دی خو امنیت په‌کې ټینګ شوی.

د خوست ولایت د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ
د خوست ولایت د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه:

"خوست د سرحدي او حساس موقعیت سره-سره په دغه ولایت کې د امنیتي، کشفي او دفاعي ځواکونو تر منځ د ښې همغږۍ، د ښې رهبرۍ او د ولسونو په پراخ ملاتړ سره امنیتي وضعیت تر ډېره تأمین شوی دی."

په دغه کنفرانس کې د اوو ولایتونو کابل، ننګرهار، کاپیسا، میدان وردګو، دایکنډي، هرات او خوست ولایتونو ویاندویانو خپل کلني راپورونه وړاندې کړل.

دوی ټولو ټینګار وکړ چې له فساد سره د مبارزې، د ښې حکومتوالۍ او د پراختیایي پروژو د عملي کولو لپاره هلې ځلې روانې دي خو ویې‌ویل چې د امنیت ټینګښت دوی ته لومړیتوب لري.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG