د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د سترې محکمې مخې ته د کابل په نننۍ چاودنه کې چې نوعیت یې لا نه دی معلوم ۱۹ کسان وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان شوي دي.
د یاد وزارت د عامه اړیکو د برخې مسؤل محمد اسماعیل کاووسي د ډېریو تپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ګڼي.
زموږ همکار اجمل تورمان شېبه مخکې له ښاغلي کاوسي سره مرکه کړې چې نوموړی په سر کې د چاودنې د تلفاتو په اړه معلومات ورکوي: