د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

خروټی: ډېر ژر به ارزګان له وسله‌والو طالبانو نه تصفیه کړو


د ارزګان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د وسله‌والو طالبانو هغه پلانونه‌يې شنډ کړي چې غوښتل‌يې ارزګان سقوط کړي.

د ارزګان والي محمد نذیر خروټي د سې شبنې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې که څه هم وسله‌والو طالبانو په تېرو څو میاشتو کې د ارزګان پر مرکز ترینکوټ او ولسوالیو پراخ بریدونه وکړه، خو امنیتي ځواکونو يې مخه ونیوله او وسله‌وال طالبان‌يې یو څه اندازه پر شا کړي دي.

نوموړی وايي چې پلان لري ډېر ژر به د ترینکوټ یو شمېر هغه پاتې سیمې هم له وسله‌والو طالبانو څخه تصفیه کړي.

محمد نذیر خروټی
محمد نذیر خروټی

خروټي زیاته کړه:

"څنګه چې تاسې پوهېږئ د جګړې شدت کم شوی دی، موږ ډېر پرمختګ کړی دی ترینکوټ ښار له سقوط څخه ژغورل شوی دی، موږ اوس پر دې کار کوو چې د ترینکوټ او ولسوالیو تر منځ لارې خلاصې کړو او ډېر ژر به په دې کار وتوانېږو."

له دې څو ورځې وړاندې د ارزګان د ولایتي شورا مسؤلینو ویلي و چې لا اوس هم د ترینکوټ ښار د سقوط وېره شته او د مرکز په شمول‌يې ټولې ولسوالۍ تر محاصرې لاندې دي.

بل لور د پوځي چارو کارپوهان وايي چې د امنیتي ځواکونو په منځ کې نه‌همغږي د هغوی د ناکامۍ سبب شوې ده.

د پوځي چارو کارپوه عتیق‌الله امرخېل ازادي راډيو ته وویل چې په عمومي توګه د افغانستان په کچه د امنیتي ارګانونو په منځ کي همغږي شتون نه‌لري او له همدې کبله هغوی په عملیاتو او امنیت ساتلو کې له ستونزو سره مخ کېږي.

امرخېل وايي، له هر څه مهمه دا ده چې امنیتي ځواکونه په خپل منځ کې همغږي اوسي.

عتیق الله امرخېل
عتیق الله امرخېل

ښاغلي امرخېل وویل:

"کله زموږ افغان امنیتي ځواکونه عملیات پیلوي، په یوه سیمه کې، نو مخکې نه مخکې رسنیو ته معلومات ورکوي، دا غیر قانوني کار دی."

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت یو شمېر خلک بیا په دغه ولایت کې د نا امنیو لوی لامل د امنیه قوماندانانو پرله‌پسې تبدیلۍ او د امنیتي چارواکو سرپرستي بولي.

دوی له مرکزي ادارې څخه غوښتنه وکړه چې په دغه ولایت کې دې د سرپرستۍ ستونزه حل کړي.

یو شمېر کسانو ازادي راډيو ته داسې وویل:

"تاسې وګورئ زموږ ټول چارواکي سرپرست دي، هغه څوک چې سرپرست وي هغه د ډېر مسؤلیت احساس نه‌کوي."

"دا مرکزي اداره ولې په موږ ملنډې وهي هره ورځ مو قوماندانان بدلوي رابدلوي، په یوه-یوه میاشت کې بې‌تجربې کسان راستوي."

دا خبرې په داسې حال کې کوي چې اوس‌مهال د ارزګان امنیه قوماندان په ګډون د امنیت امر، د لومړي او ریزرف عملیاتي کنډکونو قوماندانان سرپرستان دي او په تېر یو نیم کال کې ۷ امنیه قوماندان د ارزګان امنیه قوماندانۍ ته ټاکل شوي دي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG