د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

کراچۍ کې يو افغان ډيپلومات په ډزو وژل شوى


د دوشنبې په غرمه د سند په مرکزي ښار کراچۍ کې په کلېفټن سيمه کې د افغانستان په جنرال قونسلګرۍ کې دننه ډزې واورېدل شوې چې تر قونسلګرۍ دباندې پوليسو او رېنجر ځواک سمدستي قونسلګري محاصره کړه او د ډزو د مخنيوي هڅه‌يې پيل کړه.

پوليس چارواکي وايي، ډزې د راحت‌الله په نامه يوه تن کړي چې له يوې شخصي امنيتي کمپنۍ سره‌يې کار کاوه او په افغان قونسلګرۍ کې د امنيت ساتلو لپاره ګومارل شوى وو.

د ډزو په نتيجه کې د افغان جنرال قونسل درېيم سيکرټر محمد ذکي وژل شوى دى.

د کراچۍ د پوليسو يوه مشر ازاد خان رسنيو ته وويل چې شخړه د دواړو کسانو تر منځ د شخصي اختلاف پر سر شوې ده او د ترهګرۍ پېښه نه‌ده.

دی وايي دغه شخصي ساتونکى يې نيولى، وسله‌يې ځینې اخيستې او دا مهال د پوليسو په ولکه کې دى او له لومړيو پلټنو ورته څرګنده شوې چې دغه تن هم افغان تابعيت لرونکى دى.

هڅه مو وکړه چې په کراچۍ کې د افغان قونسلګرۍ له چارواکو سره خبرې وکړو او د پېښې اصلي علت څرګند کړو، خو هغوى سمدستي خبرو ته حاضر نه‌شول.

هلته په اسلام‌اباد کې افغان سفير ډاکټر عمر زاخېلوال هم پر خپله شخصي فېس‌بوک پاڼه خبر خپور کړى او ويلي يې دي چې "دا پېښه د شخصي شخړې په نتيجه کې شوې او يو جنايي عمل دى."

دا لومړى ځل دى چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې يو افغان ډيپلومات په قونسلګرۍ کې دننه وژل کېږي.

پخواني:

د پاکستان د سند مرکز کراچۍ ښار کې چارواکي وايي چې په دې ښار کې د افغان قونسلګرۍ یو ډيپلومات د خپل ساتونکي له‌خوا په ډزو وژل شوی دی.

پاکستاني رسنۍ د کراچۍ ښار د پولیسو د یوه مشر آزاد خان په حواله وايي چې دغه پېښه د دوشنبې په ورځ سهار د کراچۍ په کلېفټن نومې سیمه کې په افغان قونسلګرۍ کې دننه رامنځته شوې ده.

د ازاد خان په خبره چې د افغان قونسلګرۍ ډيپلومات "درېیم سکرټر" «ذکي ادو» د خپل ساتونکي راحت‌الله له‌خوا په ډزو وژل شوی او په خبره‌یې چې راحت‌الله افغان دی او د کراچۍ په افغان قونسلګرۍ کې یې د ساتونکي دنده ترسره کوله.

پولیس او نور امنیتي ځواکونه تر پېښې وروسته سیمې ته رسېدلي، رحمت‌الله‌یې نیولی او د پېښې تحقیقات‌یې پیل کړي دي.

له بلې‌خوا بیا پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال هم پر ټویټر پاڼې د کراچۍ په افغان قونسلګرۍ کې د افغان ساتونکي له‌خوا پر ډیپلومات د ډزو د ځاني زیان پخلی کړی او دا یې یوه جنایي پېښه بللې ده.

د یادونې وړ ده چې په کراچۍ کې افغان قونسلګرۍ په کلېفټن نومې سیمه کې ده چې دا سیمه د دغه ښار تر ټولو حساسه او خوندي سیمه ګڼل کېږي.

پخوانی:

د پاکستان کراچۍ ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ یو لوړپوړی چارواکی د دغې قونسلګرۍ د یوه امنیتي ساتونکي له‌خوا وژل شوی دی.

په کراچۍ ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه نن رامنځته شوې ده.

په همدې حال کې د پاکستان د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي زمان ازاد خان رسنیو ته ویلي چې دغه حمله کوونکی راحت‌الله نومېږي او د قونسلګرۍ په دغه لوړ رتبه چارواکي محمد ذکي یې مخامخ وسله‌واله حمله کړې ده.

نوموړي ویلي چې حمله کوونکی افغان وګړی دی او دوی په خپلو کې شخصي دښمني لرله.

ویل کېږي چې حمله کوونکی د پولیسو له‌خوا نیول شوی دی.

XS
SM
MD
LG