د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۴

ناروې له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې مرستو ته دوام ورکوي


ناروې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې اوږدمهاله همکاریو ته ژمنه ده.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت، د امنیتي ځواکونو د روزنې او له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په برخه کې پر خپلو همکاریو يو ځل بیا ټینګار وکړ او له افغانستان سره يې د اوږدمهاله همکاریو ډاډ ورکړ.

برګي بروندي د شنبې په ورځ کابل ته راغی او د افغانستان د بهرنیو چارو سله سلب صلاحیت شوي وزیر سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې یې ټینګار وکړ چې هېواد به يې تر ۲۰۲۰ میلادی کاله پورې افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي:

"موږ ژمن يو چې په راتلونکو کلونو کې به له افغانستان سره یو، موږ به په مختلفو برخو کې لکه د امنیت ټینګښت، صحت، روزنه او همدارنګه د کار پیدا کولو په برخه کې افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوو."

دم ګړۍ د ناروې شاوخوا ۴۲ سرتېري د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې حضور لري.

ناروې له تېرو لسو کلونو راهیسې افغانستان سره د امنیتي ځواکونو په روزنې، پوهنې او د افغان مېرمنو د پیاړتیا په برخه کې همکاري کړې.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو سلب صلاحیت شوي وزیر صلاح الدین رباني د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر سره د خپلو خبرو مهمې برخې داسې بیان کړې:

صلاح الدین رباني
صلاح الدین رباني

"په دغه ليدنه کې مو د وروستیو لاسته راوړنو او د افغانستان د حکومت د لومړیتوبونو او دوه اړخیزو همکاریو په اړه مفصلې خبرې اترې لرلې، همدارنګه په نړيوالو سازمانونو کې د دواړو هېوادونو پر ګډې همکارۍ ټینګار وشو، د ناروې د بهرنیو چارو وزیر په بېلا برخو په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې په تړاو ډاډ راکړ."

ناروې د بروکسل او وارسا په ناستو کې ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې به له افغانستان سره د ۷۰۰ میلونه ناروېژي کرونو مرسته کوي.

خو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سره له دې چې د فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې د پام وړ ګڼي خو له فساد سره پر جدي مبارزې هم ټینګار کوي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG