د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

دفاع وزارت: وروستي میاشت کې ۴۰۰ ښځې د ملي اردو لیکو ته جذب شوي


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د ملي اردو له لیکو سره د یوځای کېدو لپاره، د ښځو لېوالتیا زیاته شوې او یوازې په وروستۍ میاشت کې ۴۰۰ ښځې د جلب او جذب د مرکزونو له لارې، د ملي اردو په لیکو شاملي شوي دي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، کوم امتیازات او کاري اسانتیاوې چې ښځو ته د ملي اردو قطعاتو کې په پام کې نیول شوي، دوی یې د ملي اردو قطعاتو ته لېواله کړي دي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"د دوی د جلبولو کچه په دغه میاشت کې لږ څه زیاته شوې، همدا اوس ۴۰۰ ښځې د دفاع وزارت په تعلیمي او تحصیلي مرکزونو کې په روزنه بوختې دي. دوی له تحصیل وروسته کولای شي چې د ستر درستیز په قرارګاه او یا په هغو ځایونو کې چې دوی یې غواړي تعین بست کيږي."

ښاغلی رادمنش وايي، د ملي اردو د تشکیل ۲۰ سلنه ښځو ته ځانګړې شوې چې د افرادو شمېر یې شاوخوا ۲۰زره ته رسېږي.

په میاشت کې پنځه زره افغانۍ جېب خرڅ، دوی ته په هېواد کې دننه او بهر د تحصیل د اسانتیاوو برابرول، ماشوم لرونکو مېرمنو ته د پنځه زرو افغانیو ورکول او په پوهنتونونو کې د دوی د تحصیل د فیس ورکړه، د دفاع وزارت په غاړه اخیستې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې ۱۰۹ ښځې چې د تحصیل لپاره ترکیې ته استول شوې وې، د تحصیل د پایته رسولو وروسته دم‎ګړۍ د ستر درستیز په قرارګاه کې پر دندو بوختي دي.

د پوځي چارو پوهان وايي، د ملي اردو لیکو کې د ښځو شتون مهم دی. دوی تاکید کوي چې کاري مناسب چاپیریال دې ورته برابر شي.

د پوځي چارو کارپوه محمد یوسف همت په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د ښځو د کار لپاره باید ډېره ښه فضا جوړه شي چې ښځې جذب شي. دوی به ډېرې مؤثرې وي. د وسله‎والو قوتونو ټولو مسؤلینو ته وړاندیز کوم چې ښځو ته دوستانه فضا جوړه کړي. د ښځو ستونزې به اوارې د چارو کیفیت به ښه او ترکیب به یې هم سم شي."

دا په داسې حال کې ده چې پخوا تردې داسې انتقادونه کېدل چې ښځو ته په دولتي ادارو او په تېره امنیتي برخه کې مناسب کاري چاپیریال مساعد نه دي او په ځینو ځایونو کې له تاوتریخوالو او ځورونو سره مخ کېږي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ډاډ ورکوي چې ښځې د ملي اردو لیکو کې خوندي دي او د اردو هر منسوب چې د ښځو د ځورولو هڅه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي او جزا به وویني.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG