د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

هیلي: اوکراین ته د کریمیا تر سپارلو به پر مسکو بندیزونه جاري وي


په ملګرو ملتونو کې د امریکا نوې سفیرې نیکي هیلي Nikki Haley په اوکراین کې د روسیې اقدامات په کلکه غندلي دي او خبرداری یې ورکړی چې پر مسکو لګیدلي بندیزونه به تر هغه وخته لېرې نه‎شي چې کریمیا ټاپو وزمه بېرته اوکراین ته سپارل شوې نه وي.

مېرمن هیلي چې له لوړې وروسته د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې خبرې کولې ټینګار وکړ چې کریمیا د اوکراین خاوره ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا نوې سفیرې نیکي هیلي
په ملګرو ملتونو کې د امریکا نوې سفیرې نیکي هیلي

نوموړې وايي:

"د روسیې د تشدد له اقداماتو یوازې د اوکراین ختیځ نه‎دی زیانمن شوی. متحدایالات د دې تشدد غندلو ته دوام ورکوي او پر روسیې غږ کوي چې سمدستي د کریمیا اشغال پای ته ورسوي. پر روسیې لګول شوي بندیزونه به تر هغه وخته پرځای پاتې وي چې د کریمیا اداره یې بېرته اوکراین ته سپارلي نه وي."

مېرمن هیلي همدا راز وویل چې امریکا له روسیې سره ښه اړیکې غواړي خو یادونه وکړه یې چې د اوکراین د ختیځ روان حالت ته په پام سره په دې سیمه کې د روسیې اقدامات باید وغندل شي.

روسیې د ۲۰۱۴ کال په مارچ میاشت کې کریمیا ته د پوځي ځواکونو له استولو او ټولپوښتنې وروسته دا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره ضمیمه کړه.

د روسیې دا اقدام اوکراین او د نړۍ ۹۹ هېوادونو وغانده.

مسکو همدا راز د اوکراین په ختیځ کې د دولتي ځواکونو او وسله‎والو مخالفینو ترمنځ له ۲۰۱۴ کال راهیسې په پیل شويو جګړو کې د روس پلوو بیلتونپالو د ملاتړ له کبله د لویدیځ له سختو انتقادونو سره مخامخ دی.

د اوکراین په ختیځ کې د جګړو له پیله تردې دمه نېږدې ۱۰ زره کسان وژل شوي دي.

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډټرمپ د انتخاباتي کمپاین پرمهال له روسیې سره د اړیکو د ښه کولو ژمنه کړې وه او ویلي یې و، که روسیه له امریکا سره همکاري وکړي نو پردې هېواد د بندېزونو دوام ته به اړتیا نه وي خو له لوړې وروسته یې وویل، پر روسیې د بندیزونو د لغو کولو په اړه خبرې له وخته مخکې دي.

اوکراین اندیښنه لري چې د ټرمپ اداره ښايي پر مسکو ځینې لګیدلي بندیزونه لېرې کړي.

د اوکراین ولسمشر پیټرو پروشینکو له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې پر مسکو فشارونه زیات کړي.

XS
SM
MD
LG