د افغانستان د مخابراتو وزارت نهیوازې دا چې د کرېډټ کارټونو د عوایدو له درکه په فساد کې ډوب دی، له دې سربېره د دغه وزارت د مشرتابه لهخوا د بېتجربه کسانو ګمارنو کې هم فساد ته لاره هواره کړې ده.
فساد، هغه پدیده چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه ادارهیې په اړه اندېښنه لري او وايي چې د مخابراتو وزارت پهکې ډوب دی او تور پورې کوي چې د یاد وزارت کلیدي چارواکي د فساد پراخېدو ته زمینه برابروي.
د دغې ادارې د تفتیش امر فایز سهاک ټینګار کوي چې د دغه وزارت کلیدي چارواکي او رهبري د هغه سیسټم د فعالولو مخه نیسي چې د کرېډټ کارټونو د عوایدو دقیق ارقام ښيي او له دې لارې غواړي چې غیر قانوني پیسې ترلاسه کړي.
ښاغلی سهاک وايي، دغه موضوع لا هم نهده روښانه چې هغه ۱۰ سلنه پیسې چې د موبایل له کرېډټ کارټونو څخه دولت ته ورکول کېږي، واقعي دي او که نه؟
نوموړی وايي:
"په وزارت کې یو شمېر ځواب ورکوونکو موږ ته ویلي، د «RTDMS» سیسټم په اخیستلو سره د مخابراتو د رهبرۍ د غیر قانوني عوایدو منبع لهمنځه تله او هغوی نهشول کولای چې ډېرې پیسې ترلاسه کړي، بله دا چې د رهبرۍ په وړاندیز داسې کسان وزارت کې ټاکل شوي چې له امتحان مخکې یې سؤالونه ترلاسه کړي وو."
د یادونې وړ ده کله چې ولسمشر د مخابراتو د وزیر دنده وځنډوله په دغه وزارت کې د فساد د زیاتېدو په اړه اندېښنې لازیاتې شوې.
د اجرائیه ریاست ویاند مجیبالرحمن رحیمي وايي، د ښاغلي وحیدي د فساد قضیه د لویې څارنوالۍ تر څېړنې لاندې ده.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د مخابراتو وزارت د مسؤلانو نظر هم ولرو خو په دې اړه څوک خبرو کولو ته حاضر نهشول.
له دې مخکې یاد وزارت ویلي چې د موبایل کرېډټ کارټونو د عوایدو په راټولولو کې شفافیت په پام کې نیول شوی دی.
د حکومتي خدمتونو د برېښنايي کولو لړۍ، د عامه پوهاوي د کچې لوړول او د وړتیا پر بنسټ د کسانو ګمارل د مخابراتو وزارت د لومړیتوبونو څخه وو خو د "مک" یا د اداري فساد پر ضد د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه کمېټې په خبره، دغه وزارت په ټولو کې پاتې راغلی دی.
په ورته وخت کې په عامې روغتیا وزارت کې د فساد لهمنځه وړل بله هغه موضوع ده چې د یادې کمېټې په راپور کې پرې ټینګار شوی دی.
خو د کمېټې غړي بیا په دغه وزارت کې د فساد د مخنیوي لپاره هیلهمند دي.
د دغې کمېټې یوه غړي مارک پي په دې اړه د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل:
"نړیواله ټولنه پر دې ټینګار کوي چې افغانستان کې د فساد پر ضد مبارزه باید جدي ونیول شي، هغه مرستې چې د بروکسل ناسته کې د افغانستان لپاره ژمنه شوې د دې ښکارندوینه کوي چې نړۍ د دغه هېواد تر څنګ ولاړه ده، خو ممکن نړیواله ټولنه د دغو مرستو په اړه محتاطانه عمل وکړي، څرنګه چې یو شمېر هېوادونه د دې شاهد وو چې مرستې یې په دغه هېواد کې ضایع شوي."
"مک" د اداري فساد پر ضد د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه کمېټه ټینګار کوي چې د افغانستان دولتي ادارو کې په دې کچه د فساد موجودیت ته په کتو نړیوال به له افغانستان سره په خپلو مرستو کې احتیاط وکړي.
د دغې کمېټې د غړو په خبره مرسته کوونکي پوهېدلي چې له دغه هېواد سره څومره مرسته شوې پیسې غلا شوې دي.
راپور: عبادالله حنانزی