د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۳

اجرائیه ریاست او د جمعیت ځیني غړي: نور زموږ په استازیتوب خبرې نه‌کوي


د افغانستان اجرائیه ریاست او د جمعیت اسلامي ګوند ځيني غړي وايي چې عطا محمد نور د دوی په استازیتوب مذاکره نه‌کوي.

په داسې حال کې چې د جمعیت ګوند اجرائیه رئیس عطا محمد نور ویلي چې د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست او جمعیت ګوند په استازیتوب له ولسمشر غني سره د ده خبرې ښې روانې دي یادې دواړه خواوې دا پرمختګ د ځان نه‌بولي.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي د پنجشنبې ورځې په اوونیزه خبري ناسته کې رسنیو ته وویل، که څه هم اجرائیه ریاست د ښاغلي نور د هڅو درناوی کوي خو هېڅ‌څوک د اجرائیه ریاست په استازیتوب په کومو خبرو کې ښکېل نه‌دي.

د حکومت اجرائیه رئیس ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي
د حکومت اجرائیه رئیس ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي

نوموړی وايي:

"داسې غوښتنې چې نن سبا یادېږي د ملي وحدت حکومت د رهبرۍ په کچه نه‎دي مطرح او نه هم موږ په جریان کې یو، د ښاغلي نور تل ټینګار په دې دی چې دی د جمعیت له ادرسه په خبرو لګیا دی، د ملي یووالي حکوت اجرائیه ریاست په استازیتوب هېڅ‌څوک په خبرو کې ښکېل نه‎دي او د دې بنسټ استازیتوب یوازې اجرائیه رئیس کوي."

وموغوښتل چې په همدې اړه خپله د بلخ د سرپرست والي او د جمعیت ګوند د اجرائیه رئیس عطا محمد نور نظر هم ولرو خو د هغه د غبرګون په اخیستو بریالي نه‌شوو.

له دې وړاندې ښاغلي نور ویلي چې دی له ارګ سره د جمعیت ګوند او اجرائیه ریاست په استازیتوب خبرې مخ ته وړي چې د نوموړي په خبره، تر دې دمه‌‌یې ښه نتیجه هم ورکړې ده.

د بلخ سرپرست والي د شااوخوا دوه میاشتو راهیسې د ارګ سره پر خبرو اترو او د واک د څرنګوالي په موضوعاتو بوخت دی چې ارګ‌یې هم نه‌ردوی.

عطا محمد نور ویلي چې په دې خبرو اترو کې یې د څو سفارتونو، ولایتونو او نورو ادارو کې د واک په سر غوښتنې منل شوي هم دي خو ارګ او اجرائیه ریاست وايي چې د مشخصې ونډې بحث کله هم نه‎دی مطرح.

له دې سره د جمعیت ګوند یو مخکښ غړی فضل احمد معنوي وايي چې که عطا محمد نور غواړي حکومت کې کوم ځای ونیسي دا موضوع عملي نه‎ده.

هغه وايي چې عطا محمد نور دغه مذاکرو ته د جمعیت له ادرسه نه‎دی معرفي شوی.

د جمعیت ګوند یو مخکښ غړی فضل احمد معنوي
د جمعیت ګوند یو مخکښ غړی فضل احمد معنوي

ښاغلی معنوي وايي:

"تر اوسه د جمعیت د مشرانو تر منځ هم داسې ناسته نه‌ده شوې چې چاته دې د جمعیت ګوند په استازیتوب د خبرو صلاحیت ورکړي."

د سیاسي او حقوقي چارو کارپوهان که څه هم د حکومت دننه د واک پر سر خبرې د هېواد په ګټه نه‌بولي خو وايي چې عطا محمد نور ممکن په راتلونکي کې د یوه فعاله سیاستوال د رول اخیستلو لپاره دا هڅې روانې وساتي.

د دې کارپوهانو له ډلې عبدالرؤف جرأت په دې باور دی چې د ارګ او عطا محمد نور تر منځ داسې وېش به چې په واک کې شریک نور کسان زیانمنوي طبعاً له ځانه سره ستونزې هم ولري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG