د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر رنګین دادفر سپنتا وايي چې د هېواد بهرنی سیاست باید د نړیوالو قدرتونو او د سیمې هېوادونو له رقابتونو لیرې وساتل شي.
غالی سپنتا وايي، افغان حکومت ته پهکار ده چې بهرنۍ پالېسي په کثیرالمحوري سیاست چې د هېواد ملي ګټې خوندي کوي عیاره او د نړیوالو قدرتونو له ټکرونو څخه وژغوري.
ښاغلي سپتنا چې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټوټ لهخوا د بهرني سیاست تر عنوان لاندې په یوې علمي غونډه کې وینا کوله پر دې خبرې له ټینګار سره چې حکومت باید بهرنۍ پالېسي نړیوالو او سیمهییزو مسایلو ته په کتو په پوره دقت ترتیب کړي وویل، افغانستان باید د سعودي عربستان او ایران د سیالیو ډګر ونهګرځي.
نوموړی وايي:
"په دغه کشمکش کې موږ باید سیاسي واقعیتګرایي له لاسه ورنهکړو، له ایران او سعودي عربستان سره د متقابلو ملي ګټو پر اساس پراخې او ښې اړیکې ولرو، په ډېر دقت سره خپل هېواد د سیمې له دغو سیالو قدرتونو چې ورځ تر بلې یې سیالۍ زیاتېږي لیرې وساتو."
ښاغلي سپنتا وویل، د افغانستان د قضایاو په اړه په ۲۰۰۱ میلادي کال کې نړیوال توافق موجود و او افغان حکومت په هغه وخت کې د ایران او امریکا تر منځ غیر مکتوبي پيغامونه لېږدول.
نوموړي وویل، افغان حکومت دې د نړۍ او سیمې حساسو حالاتو ته په کتو د اصلي او افسانوي داعش تر منځ توپیر وکړي، خو په دې اړهیې په جزئیاتو سره خبرې ونهکړې.
بلخوا د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال نصیر احمد اندېشه د بېطرفۍ په سیاست د ټینګار تر څنګ وویل، د پياوړي بهرني سیاست لپاره د افغان سیاستوالو اجماع ته اړتیا ده.
نوموړی وايي:
"په واقعیت باید افغانستان بېطرفه وي څو د نړیوالو معیارونو له مخې وتوانېږي چې خپلې ګټې تضمین کړي، اقتصاد یې وده وکړي، د بېطرفه په لېست کې ځیني داسې شیان شته چې موږ باید هغه انتخاب کړو، افغانستان ته فعال او مثبت بېطرفی سیاست هر څه چې تاسې ورته وايي مطلوب دی."
ښاغلي اندېشه زیاتوي د یوه پیاوړي بهرني سیاست لپاره لازمه ده چې د افغانستان اقتصادي وده پياوړې شي.
بلخوا د افغانستان د پوهنې وزارت مرستیال سردار محمد رحیمي هم په دغې غونډه کې وویل، هر څومره چې افغان چارواکي د نړۍ له سیاست ښه درک ولري، نو کولای شي چې ښه بهرنۍ پالېسي جوړه کړي.
راپور: رحمتالله افغان