د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

افغان پلاوی: امریکايي چارواکي د افغان حکومت له هلو ځلو خوښ دي


د ملي وحدت حکومت پلاوي په واشنګټن کې له چارواکو سره وکتل
د ملي وحدت حکومت پلاوي په واشنګټن کې له چارواکو سره وکتل

د افغانستان حکومت یوه پلاوي له امریکایي چارواکو سره په واشنګټن کې کتلي دي.

دا هیئت په داسې وخت کې واشنګټن ته تللی چې ولسمشر ډونالد ټرمپ چې د جنوري په شلمه په رسمي ډول ولسمشر شو، د افغانستان په اړه لږ څه غږېدلی.

ده د انتخاباتي مبارزو په وخت هم افغانستان له پامه غورځولی و، تر دې مخکې کابل د امریکا د بهرنۍ تګ‎لارې یو مهم اړخ و.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت پلاوي په واشنګټن کې د امریکا د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت له استازو سره کتلي دي.

د دې هیئت یوه غړي او د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال وویل چې د دې سفر هدف د ډونالد ټرمپ په مشرۍ د امریکا نوې ادارې ته د افغانستان د حکومت د هلو ځلو بیانول دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال

ښاغلی مینه‎پال وايي:

"په مجموع کې زموږ راتګ دلته، امریکا ته د دې لپاره دی چې د افغانستان تصویر د امریکا له حکومت، د امریکا له ملکي او نظامي چارواکو سره، همداراز د دوی له مدني ټولنې سره شریک کړو."

په تېرو نېږدې دوو اوونیو کې چې ډونالد ټرمپ د امریکا د ۴۵م ولسمشر په توګه لوړه کړې ده، د افغانستان مسئله‌یې په زغرده نه‎ده یاده کړې.

یوازې د جنوري په شلمه چې یې کله رسماً کار پیل کړ، تر هغه وروسته‌یې د وېډیو کنفرانس له لارې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره لنډې خبرې وکړې او هغوی ته‌یې وویل چې تاسو به په خپله مبارزه کې بریالي شئ.

واشنګټن ته په تللي پلاوي کې د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ هم شامل دی.

دواخان مینه‎پال ازادي راډیو ته وویل چې په تېرې نېږدې یوې اوونۍ کې چې دوی له کومو امریکایي چارواکو سره کتلي دي، هغو امنیتي برخه کې د افغان ځواکونو ستاینه کړې او د افغانستان حکومت له هلو ځلو خوشاله دي.

نوموړی وايي:

"د امریکا نوی حکومت تر ډېره ځایه پورې له هغه څخه راضي دی چې د افغانستان د ملي وحدت حکومت‌یې د لاسته راوړنو په توګه وړاندې کوي، د سیسټم د اصلاح برخه کې کامل رضایت شته. د دوی دفاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت د افغان حکومت د قراردادونو د شفافیت تائید کوي او کومې ژمنې چې افغانستان له نړیوالې ټولنې سره کړې دي، دوی پرې اعتراف کوي."

د امریکا د نوي حکومت راتګ ته یو شمېر سیاسي کتونکي په دې نظر ګوري چې واشنګټن به د پخوا په څېر له افغانستان سره مرستې ونه‎کړي.

د امریکا په وېرجینیا کې د سیاسي چارو کتونکی، واحد فقیري وایي:

"په دې کې شک نه‎شته چې افغانستان هغه پخوانی اهمیت امریکایانو ته نه‎لري، نه‌یې ټرمپ ته لري او ټرمپ په خپلو ټولو څرګندونو کې دا ویلي دي چې په افغانستان کې امریکا ناکامه شوې ده او پر دې باید تجدید نظر وشي."

فقیري: ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ویلي چې امریکا افغانستان کې ناکامه شوې.
فقیري: ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ویلي چې امریکا افغانستان کې ناکامه شوې.

ښاغلي فقیري زیاته کړه چې د ټرمپ اداره به ښایي پر پاکستان فشار زیات کړي چې له دې درکه بیا دا هیله شته چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس مخکې تر دې چې دفاع وزیر شي ویلي و چې پر پاکستان باید فشار راوړل شي څو د هغو وسله‎والو مخه ونیسي چې د پاکستان له‌خوا افغانستان ته ځي.

په واشنګټن کې افغان پلاوي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د دفتر له چارواکو سره هم کتلي دي.

XS
SM
MD
LG