د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

د هرات چشت شریف ولسوالۍ سړک جوړولو قرارداد لاسلیک شو


افغان حکومت د ایټالیا د اوږدمهاله پورونو او مالي ملاتړ په مرسته د هرات د چشت شریف سړک چې ۱۵۵ کېلومتره اوږدوالی لري جوړوي.

د دې پروژې له بشپړېدو سره به هرات له مرکز کابل سره د مرکزي ولایتونو له لارې ونښلول شي.

افغان چارواکي وايي چې د ترانسپورټي او مواصلاتي ستونزو د حل لپاره داسې سړک جوړوي چې له مرکزي سیمو تېر او د دې هېواد ختیځ له لوېدیځ سره نښلوي.

د ماليې وزیر اکلیل حکیمي په داسې حال کې چې جمهور رئیس غني او یو شمېر نور دولتي چارواکي هم حاضر و د دې پروژې تړون د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ایټالیا له سفیر سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لاسلیک کړ.

په عین حال کې د افغانستان د فواید عامې وزیر محمود بلیغ په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې دا سړک ۱۵۵ کېلو متره اوږدوالی لري.

بلیغ: دا سړک ۱۵۵ کېلومتره اوږدوالی لري.
بلیغ: دا سړک ۱۵۵ کېلومتره اوږدوالی لري.

نوموړي زیاته کړه:

"دا سړک د افغانستان د مرکزي لویې لارې یوه برخه ده هغه سړک چې د افغانستان ختیځ او لوېدیځ سره نښلوي چې ان‌شاءالله کارونه‌یې پیلېږي، د ایټالیا حکومت له دې وړاندې د بامیانو او د میدان ښار تر منځ د غځېدلي سړک مالي ملاتړ هم کړی چې له نېکه‌مرغه هغه بشپړ شو او نن د یوه بل زېري شاهد یو چې د لوېدیځ له‌خوا هم د یوه مهم او حیاتي سړک جوړولو تړون لاسلیک کړو."

پر دې سړک شااوخوا ۹۲ میلیونه ایرو لګښت راځي چې د ایټالیا د اوږدمهاله پورونو په ملاتړ به تر راتلونکو درېیو کلونو بشپړ شي.

د ښاغلي بلیغ په وینا د دې پروژې سروې هم بشپړه شوې او د تدارکاتي کارونو وروسته به‌يې ډېر ژر عملاً کارونه پیل شي.

د دې پروژې تړون په داسې حال کې لاسلیک کېږي چې په همدې اوونۍ کې لوګر، پکتیا او خوست ته د برېښنا د مزو د لېږد پروژه هم له هندي کمپنیو سره لاسلیک شوه.

افغان چارواکي وايي چې د چشت شریف دا سړک د همدې سیمې د مهمو کانونو او د سلما بند څخه تېرېږي چې د سیمې په پراختیا کې به مهم رول ولوبوي.

د افغانستان لپاره د ایټالیا سفیر روبرټ وویل چې هېواد یې له ډېرو کلونو راهیسې د دې سړک د جوړېدو هیله لرله او اوس د دې فرصت په تر لاسه کولو خوشحاله دي.

د افغانستان لپاره د ایټالیا سفیر روبرټ
د افغانستان لپاره د ایټالیا سفیر روبرټ

نوموړي زیاته کړه:

"موږ ډېر ویاړ کوو ځکه چې دا سړک د افغانانو سره مرسته کوي چې په سیمه کې د پرمختګ ګامونه واخلي او له دې ټولو سره دا سړک د سیمې د پرمختګ سره هم مرسته کوي ځکه خلکو ته پرمختیايي پروژې ډېرې مهمې دي."

د هرات والي وايي چې دا سړک به له هرات څخه د افغانستان د مرکزي ولایتونو له لارې کابل ته غځېدلې لار شااوخوا ۳۰۰ کېلو متره لنډه کړي چې له اقتصادي او ترانزیټي پلوه یوه ډېره مهمه لار ګڼل کېدای شي.

محمد اصف رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې له ډېرې مودې راهیسې د سیمې د خلکو یوه عمده غوښتنه د دې سړک جوړول و چې د جوړېدو ژمنې یې کېدلې، خو په دې برخه کی عملی اقدام نه‌و شوی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG