د افغانستان د سولې انسټېټیوټ وايي، د پاکستان او افغانستان مدني ټولنې هڅه کوي چې په دواړو هېوادونو فشار راوړي څو خپلې کړې ژمنې عملي کړي.
د دغه انسټېټیوټ رئیس یاسر احمدزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د مدني ټولنو څار کولای شي چې د دواړو هېوادونو د کړو ژمنو په عملي کولو کې ګټور ثابت شي.
ښاغلي احمدزي زیاته کړه:
"د بېطرفه ټولنو په ادرس چې اصلاً له دولت سره کومې خاصې اړیکې نهلري تأثیرات بهيې زیات وي، کله-کله ډېرې کوچنۍ ستونزې د دولتونو تر منځ وي چې تاوانيې ولس ته رسېږي، موږ فکر کوو چې دا به د بېطرفه مدني ټولنو په شکل په دواړو هېوادنو یو ډول فشار وي."
ښاغلي احمدزي وویل، د همدغه هدف د ترلاسه کولو لپاره د دواړو هېوادونو مدني ټولنو استازو د ترکیې او امریکا په مرسته مالدیف کې ناسته درلوده.
د افغانستان د سولې انسټېټیوټ د معلوماتو له مخې په دغه درې ورځني کنفرانس کې چې د روان کال د جنورۍ په ۳۱مه پای ته ورسېده د سیمهییزو امکاناتو څخه د استفادې په څرنګوالي بحث وشو.
د ویلو ده چې له نېږدې تېر یوه کال راهیسې د دواړو هېوادونو د خبریالانو او مدني ټولنو د استازو تر منځ د اړیکو د ښه کېدو په هدف وخت ناوخت ورته ناستې ترسره کېږي.
دا هڅې داسې مهال کېږي چې په نړیواله کچه هم د افغانستان او پاکستان د اړيکو د ښه کېدو په هدف هلې ځلې روانې دي.
خو افغان حکومت هر وخت د ژمنو د عملي کېدو برخه کې له پاکستانه د رښتینې همکارۍ هیله کړې ده.
په ورته وخت کې د چارو یو شمېر شنونکي وايي چې په ټیټه سطحه هلې ځلې نهشي کولای د پاکستان د ستراتيژیکو اهدافو مخنیوی وکړي.
د چارو شنونکي محبالله شریف ازادي راډیو ته وویل چې د ملتونو تر منځ به اړیکې روانې وي خو دومره به ګټورې نهوي چې د دواړو هېوادنو په اړیکو کې مثبت تغییر راولي.
نوموړی وايي:
"په لنډه توګه ویلی شو چې دغسې منډې ترړې نهشي کولای د هغو خطرناکو استخباراتي او پوځي ادارو موخې بدلې کړي چې هغوی پرې کلونه-کلونه کار کړی او تر اوسه لا هم پهکې دوام لري."
ښاغلي شریف وویل، که پاکستان پوه شي چې دغه ډول مدني فعالانيې د ستراتيژيکو اهدافو خنډ ګرځي نو هڅه به وکړي چې دوی اړ باسي څو له صحنې ووځي او په دغه ډول مسایلو کې لاسوهنه ونهکړي.
د چارو یو بل کارپوه فدا محمد نظري وویل، تېرو تجربو ته په کتو پاکستان سره له تظمین پرته اړیکې ښه کول منظقي نهدي.
راپور : اکرامالله اکرام