د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

د ننګرهار د رودات بړو سیمې خلکو د داعش پر ضد وسله‌وال پاڅون کړی


د ننګرهار د رودات ولسوالۍ د بړو سیمې شاوخوا ۵۰ تنو ځوانانو د سې شنبې په ورځ د داعش پر ضد وسله‎وال پاڅون پيل کړ.

د پاڅون کوونکو له ډلې یوه تن رسنیو ته وويل، دوی د خپلې سیمې د ساتنې په هدف هر ډول قربانۍ ته تیار دي:

"هغه کلي چې د داعش تهدید لاندې وو، موږ ۵۰ تنو ځوانانو وسلې راپورته کړې او د خپلې خاورې د ساتلو په خاطر مو پاڅون وکړ."

د ملي امنیت رئيس برید جنرال دادمحمد حریفي وويل، دغو کسانو په خپله خوښه د داعش پر وړاندې وسلې راپورته کړې.

نوموړی وايي، امنيتي ارګانونه د دې پاڅون کوونکو ملاتړي دي او اوس لپاره په څلورو مهمو پوستو کې ځای پر ځای شول.

ښاغلي حریفي زیاته کړه:

"دغو ځوانانو د خپل کلي او کور او د خپل عزت نه د دفاع په خاطر پاڅون وکړ دوی په څلورو پوستو کې تنظیم شول او د دښمن څلور لارې چې نورو ولسواليو ته به‌يې تګ راتګ کاوه هغه ټولې وتړل شوې."

د رودات ولسوالۍ د بړو خلکو داسې مهال د داعش پر ضد پاڅون وکړ چې څو ورځې وړاندې داعش وسله‌والو د هسکې مېنې ولسوالۍ له یوې مدرسې نه ۱۴ تنه ديني علما له ځانه سره بوتلل او دارنګه څه موده وړاندې يي په کوټ ولسوالۍ کې د عامو خلکو لسګونه کورونه وسوځول.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG