د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

انعامي: له جګړې ستړي طالبان "ISI" ته په نه ویلو، ترور کېږي


د افغانستان د ولسي جرګې لومړی منشي وايي، پاکستان په افغانستان کې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره جګړې ته لمن وهي او هغه طالب مشران له صحنې لیرې کوي چې د دوی د اهدافو خلاف لاره تعقیبوي.

عبدالرؤف انعامي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو لیکو کې وروستي بدلونونه ظاهراً د پاکستان د «ای. اس. ای» په امر راغلي او په افغانستان کې د طالبانو هغه نومول شوي والیان له صحنې لیرې کړای شوي چې له جګړې ستړي شوي وو.

انعامي: طالبان د ای. اس. ای د قوماندې پرته په افغانستان کې هېڅ کار نه‎کوي
انعامي: طالبان د ای. اس. ای د قوماندې پرته په افغانستان کې هېڅ کار نه‎کوي

ښاغلی انعامي وايي:

"د طالبانو لیکو کې هغه کسان چې د پاکستان پر سیاستونو پوهېږي، دغه کسان چې په هره سطح کې وي ترورېږي. طالبان د «ای. اس. ای» د قوماندې پرته په افغانستان کې هېڅ کار نه‎کوي او تل له «ای. اس. ای» نه مشورې ترلاسه کوي او بیا عمل کوي، دا تر ډېره هغه کسان دي چې نتیجې ته رسېدلي چې له افغانستان سره مینه وکړي او «ای. اس. ای» ته نه ووايي نو ځکه له‎منځه وړل کېږي."

ښاغلی انعامي وايي، هر هغه وسله‎وال طالب چې د پاکستان پر دوه مخي سیاست پوه شي او د «ای. اس. ای» پر پلانونو ځان خبر کړي د دغه هېواد له‎خوا له‎منځه وړل کېږي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو کې د وسله‎والو طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په افغانستان کې د ۱۶ ولایتونو لپاره خپل نومول شوي والیان لیرې کړي او په ځای یې نوي کسان معرفي کړي دي.

روېټرز خبري اژانس د طالبانو د یوه مشر له قوله لیکلي چې ملا هبت‌الله اخندزاده د ۱۶ ولایتونو والیان د دې لپاره لیرې کړي چې د طالبانو پر تحریک خپل کنټرول زیات کړي.

دغه‌راز په هغه لیک کې چې روېټرز ترلاسه کړی او د طالبانو ویاند هم هغه تائید کړی، د ۸ تنو نورو کسانو نومونه هم یاد شوي چې د یوه دنده‌یې په ښارونو کې د لویو بریدونو تخنیکي ملاتړ دی.

په ورته وخت کې یوې حکومتي سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو سره په خبرو کې د وسله‎والو طالبانو په لیکو کې دغه تغییرات تائید کړل او ویې‌ویل چې د دغو کسانو پر ځای نوي څېرې معرفي شوي.

سرچینه زیاتوي، د پاکستان د «ای.اس. ای» په مرسته د طالبانو په رهبرۍ کې یو ۵۰ کسیز لېست هم چمتو شوی چې په افغانستان کې د دغې ډلې د لیرې کړای شویو نومول شویو والیانو په ګډون د طالبانو د یو شمېر پوځي چارواکو نومونه په‎کې شامل دي او پرېکړه دا ده چې یاد کسان باید تر راتلونکو میاشتو پورې خپله د طالبانو له له‎خوا ترور شي.

سرچینه وايي، دغه ټول کارونه «ای. اس. ای» ته د یوه نېږدې کس له لوري چې حافظ مجید نومېږي او د ملاهبت‌الله سلاکار هم دې ترسره کېږي.

پوځي کارپوهان بیا د طالبانو په لیکو کې وروستي بدلونونه د اندېښنې وړ بولي.

عتیق‌الله امرخېل وايي، د طالبانو په لیکو کې وروستيو بدلونونو ته په پام سره پسرلي کې به په افغانستان کې روانه جګړه لازور واخلي.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل
پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل

نوموړی وايي:

"دا د اندېښنې وړ ده، پسرلي کې به د جګړې شدت زیات شي، ځکه کله چې په جګړه کې د رهبرۍ له لارې کوم ضعف رامنځته کېږي نو هغه کسان تبدیلېږي او پر ځای یې داسې کسان ګمارل کېږي چې د جګړې ښه مهارت او تجربه ولري او د جګړې تاکتیک ته تغییر ورکړي."

امرخېل د طالبانو لیکو کې دغه تغییرات د پاکستان پلان یادوي او زیاتوي چې له طالبانو سره د روسیې او ایران وروستیو اړیکو ته په کتو پاکستان له دې هم وېره لري چې پر طالبانو یې نفوذ کمزوری نه‎شي.

هاخوا د افغانستان د خلاصون لارې ټولنې مشر او د طالبانو پخوانی چارواکي سید اکبر اغا ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو په لیکو کې بدلونونه معموله خبره بولي او زیاتوي چې دغه پرېکړه د طالبانو د رهبرۍ له لوري شوې.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG