د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

له بلخه بهر ته د قره‎قُل پوستکي صادرات کم شوي


په بلخ ولایت کې د قره‎قُل پوست د پروسس او صادراتو انسټېټیوټ وايي چې بهر ته د افغانستان د قره‎قُل پوستکو صادرات کم شوي دي.

بلخ کې د قره‎قُل پوست د پروسس او صادراتو د انسټېټیوټ اداري او مالي مسؤل محمد عارف ازادي راډیو ته وویل چې هر کال‌یې نړیوالو بازارونو او بهرنيو هېوادونو لکه فنلنډ، منځنۍ اسیا او روسیې ته له ۵۰۰ جلده ډېر د قره‎قُل پوستکي صادرول، خو اوس‌مهال دا کچه په تېرو ۱۰ میاشتو کې ۱۸۷ زره جلد پوست ته راټیټه شوې ده.

عارف په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د ۱۳۹۵ مالي کال په ترڅ کې موږ له بلخ ولایته بهر ته یعنې منځنۍ اسیا، فنلنډ او نورو اروپايي هېوادونو ته ۱۸۷۵۷۱ جلده پوستکي صادر شوي دي."

اکثراً د ورښت کموالی او د وښو نه‌موجودیت سبب شوی چې د قره‎قُل پوستکي تولید او صادرات نسبت پخوا ته کم شي.

مزارشریف کې د قره‎قُل پوستکي هټۍوال او جلابان وايي چې په کور دننه هم د قره‎قُل پوستکي تولیداتو خرڅلاو کم شوی دی او وايي، د قره‎قُل پوستکي د نه‌خرڅلاو له امله‌یې زرګونه ډالر تاوان کړی دی.

د مزارشریف دوه هټۍوال سهراب او مصطفی یې په اړه وايي:

"نسبت تېرو درېیو کلونو ته مو اوس د قره‎قُل پوست خرڅلاو په مراتبو کم شوی دی او دلته د پروسس او تولید شویو موادو لپاره بازار نه‌شته، موږ زرګونه ډالر تاوان کړی دی."

"له همدې ځایه قره‎قُل پوستکي اخلي او موږ ته‌یې مالداران راوړي، پخوا مو مستقیم بهر ته استول خو اوس هلته هم د افغاني قره‎قُل پوستکي خرڅلاو کم شوی او زموږ کارونه له ماتې سره مخامخ شوي."

بلخ کې د قره‎قُل‎ پوست د پروسس او صادراتو د انسټېټیوټ اداري مسئول محمد عارف وايي چې د قره‎قُل‎ پوستکي صنعت ډېر د هېواد شمالي ولایتونو کې د ازبک، ترکمن او ایماق توکمونو تر منځ له پخوا راهیسې مروج دی او اوس‌مهال ورته د خرڅلاو د بازار نه‌شتون له امله د یادو توکمونو پام هم کم شوی دی.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG