د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

حقمل: افغانستان کې له شااوخوا ۳۰ ښوونځيو پوځي استفاده کېږي


د پوهنې وزارت د ښوونځو په اړه د بشري حقونو د څار ادارې راپور په غبرګون کې وايي د هغو ښوونځيو په شمېر کې چې د نظامي هدف لپاره کارول کېږي، د پام وړ کمی راغلی دی.

د دې وزارت په وينا، هغه ښوونځي چې د نظامي اهدافو لپاره کارېدل شمېر یې مخکې تر دوه نيم سوو پوري وو خو اوس تر دېرشو راکم شوي دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د خپرونو رئيس کبير حقمل د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې له ښوونځيو هم دولتي ځواکونه او هم د دولت وسله وال مخالفين د نظامي اهدافو لپاره کار اخلي.

کبیر حقمل
کبیر حقمل

​نوموړي زیاته کړه:

"له بده مرغه شااو خوا دېرش ښوونځي د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د دولتي ځواکونو او دولت د مخالفینو له خوا د نظامي اهدافو لپاره کارېږي، د افغان امنيتي ځواکونو په اړه ويلای شم چې له يو بل سره په بشپړه توګه همکار يو او د جګړې په وخت کې کله چې په ښوونځيو کې زده کوونکي نه وي، دوی له هغه ښوونځي د يو څو ورځو لپاره استفاده کوي او وروسته يې موږ ته پرانېزي."

د افغانستان د پوهې وزارت دا خبرې وروسته له هغه کوي چې د بشري حقونو نړيوال سازمان يا هيومن رايټس واچ په خپل وروستي راپور کې ويلي چې په ۲۰۱۶میلادي کال کې يې په خپل يوه تحقيق کې وموندل چې افغان امنيتي ځواکونه د طالبانو پر ضد د عملیاتو لپاره له ښوونځيو څخه د اډو په توګه استفاده کوي.

هيومن رايټس واچ همداراز په بغلان ولایت کې يوه ښوونځي ته په اشاره وايي چې دولتي ځواکونو په ۲۰۱۵میلادي کال کې هلته ځای نيولی وو.

هيومن رايټس واچ ويلي چې د دې ښوونځي مسئولينو هڅې وکړې چې په کابل کې د یو مکتوب له لارې له ځواکونو وغواړي چې دغه ښوونځی پرېږدي، خو د دغو ځواکونو قوماندان په دې اړه مکتوب ته پام ونه کړ.

د افغانستان دفاع وزارت د افغان امنيتي ځواکونو له خوا له ښوونځيو څخه د نظامي اهدافو په توګه د کار اخيستل کېدو خبره ردوي.

رادمنش: موږ په ښوونځيو کې نظامي اسانتياوې نه لرو.
رادمنش: موږ په ښوونځيو کې نظامي اسانتياوې نه لرو.

د دې وزارت د وياند مرستيال محمد رادمنش ازادي راډيو ته وويل:

"کله چې دښمن له ښوونځيو کار اخلي، موږ بايد ښوونځي وژغورو، څه ډول يې وژغورو؟ یقيناً باید تعرض وکړو او دښمن له ښوونځي دباندې راوباسو او په هغو مواردو کې چې موږ له ښوونځيو دفاع کړې ده او موږ هلته وو، دا په دې معنی نه ده چې موږ هلته اډه جوړه کړې ده، د امنیتي او دفاعي ځواکونو اډې معلومې دي او په داسې ځايو کې دي چې هلته ټولې نظامي اسانتیاوې لرو، موږ په ښوونځيو کې نظامي اسانتياوې نه لرو او د خلکو په کورو کې يې نه لرو نو ځکه کله چې عملیات پای ته ورسېږي، موږ بېرته خپلو قطعاتو او اډو ته ستنېږو."

تر دې مخکې پر طالبانو تور وو چې په افغانستان کې د نظامي مقاصدو لپاره له ښوونځيو او استوګنځایونو کار اخلي.

د بشري حقونو د څار اداره وايي چې له ښوونځيو د نظامي استفادې له کبله ښوونځي تر حملو لاندي راتلای شي.

د زده کوونکو او ښوونکو ژوند له خطر سره مخامخ کېږي او د زده کړو لرۍ مختل کېږي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ټول هېواد کې د امنيتي ستونزو له کبله تر زرو زیاتې ښوونځي تړلي دي.

دغه وزارت وايي چې هڅې کوي د دغو ښوونځيو پرانيستلو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG