د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

ټرمپ د کډوالو او پولو کې د تدابیرو په اړه نوي فرمانونه لاسلیک کړل


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې د انتخاباتي مبارزو پر مهال کومې ژمنې کړې وې، په هغه لړ کې یې دوه نوي تقنیني فرمانونه لاسلیک کړل.

په دې فرمانونو کې د امریکا په سرحدونو کې د هڅو د زیاتېدو غوښتنه شوې او د هغو مهاجرو پر ضد د اقداماتو غوښتنه شوې چې په غیر قانوني ډول په امریکا کې اوسېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دا فرمانونه په واشنګټن کې د کورنیو چارو په وزارت کې لاسلیک کړل.

د دې فرمانونو تر لاسلیک وروسته ټرمپ د کورنیو چارو وزارت کارکوونکو ته په وینا کې وویل:

"ما دوه تقنیني فرمانونه لاسلیک کړل چې د زرګونه کسانو ژوند به ورسره خوندي شي، په میلیونونو کسانو ته به کار پیدا شي او د میلیاردونو میلیاردونو ډالرو د لګښت مخه به ونیول شي."

ډونالد ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په شپږمه ورځ پرون دا خبره هم وکړه چې د امریکا او مکسیکو پر پوله به د دېوال د جوړېدو کار ډېر ژر پیل شي.

نوموړي وویل:

"د کورنیو چارو وزیر به له ما او زما له ټیم سره په همکارۍ ډېر ژر پر پوله د دېوال د جوړېدو چارې پیل کړي."

ټرمپ زیاته کړه چې هغه هېواد نه‎دی چې پوله نه‎لري او د امریکا متحد ایالتونه به سر له نننه بېرته د خپلو سرحدونو واک په خپل لاس کې واخلي.

د فرمانونو تر لاسلیکېدو وروسته ټرمپ د کورنیو چارو د نوي وزیر متقاعد جنرال جان کیلي ستاینه وکړه.

د ټرمپ د دې فرمانونو له امله به پنځه زره نوي سرحدي مأموران ګمارل کېږي.

همداراز به مرکزي حکومت پر هغو ښارونو مالي مرستې کموي چې د غیرقانوني کډوالو پر ضد یې جدي مبارزه نه‎ده کړې او ښایي پر دغو ښارونو پیسې بیخي بندې شي.

ټرمپ په خپله وینا کې د غیرقانوني کډوالو پر ایستلو ټینګار وکړ او زیاته‌یې کړه:

"زما په فرمان کې به دا هم وي چې په سرحد کې به د نیولو او خوشې کولو تګ‎لاره پای ته رسېږي، نور هېوادونه به مجبوره کوي چې خپل مجرمان بېرته ومني، بېرته به‌یې اخلي، په هغو ښارونو کې به جدي هڅې وشي چې د کډوالو په پناه‎ځای بدل شوي دي."

ټرمپ په خپله وینا کې د غیرقانوني کډوالو پر ایستلو ټینګار وکړ
ټرمپ په خپله وینا کې د غیرقانوني کډوالو پر ایستلو ټینګار وکړ

د ټرمپ په وینا نوی فرمان به مسؤلو کسانو ته دا اجازه ورکوي چې غیرقانوني مهاجر ونیسي او له امریکا یې وباسي.

تر دې مخکې ټرمپ په یوه بل فرمان کې امر وکړ چې د ایران، سوریې، عراق، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن خلکو ته د امریکا ویزه ورنه‌کړي.

XS
SM
MD
LG