هغه سیاسي او مذهبي اداره چې له ۱۹۷۹ میلادي کال څخه د انقلاب په نتیجه کې پر ایران واکمنه ده، تر اوسه د ولسمشرۍ په ګډون په دغه هېواد کې په لوړو سیاسي څوکیو کې د ښځو د ګډون مخالفت کړی دی.
خو اوس ویل کېږي چې دغه تُندلاري ښایي له دې کبله چې په راتلونکو انتخاباتو کې د حسن روحاني د بیا ګټلو چانس کم کړي، د مرضیه وحید دستجردي تر شا ودرېږي.
په دې وروستیو کې د مېرمن دستجردي له قوله ویل شوي چې وایي، د ایران د راتلونکي ولسمشرۍ سیالۍ ته نهدرېږي.
مرضیه وحید دستجردي د ایران د اسلامي انقلاب راوروسته لومړنۍ ښځینه وزیره ده چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د واکمنۍ په دوهمه دوره کې د ایران د روغتیا وزارت ته وګمارل شوه.
د ایران نیمه دولتي خبري آژانس اسنا پارلمان کې د ښځو د برخې مشرې پروانه سلحشوري له قوله ویلي چې وایي، مرضیه دستجردي تقوا نهلري، خو کېدای شي د ولسمشر روحاني په وړاندې یوه ښه سیاله وي.
دا وایي:
"د یوې ښځې په توګه زما لپاره د یوه تُندلاري او اصلاح غوښتونکي تر منځ توپیر نهشته. زه د هر هغه کس هرکلی کوم چې د ښځو د پرمختګ سبب ګرځي."
رسنیو د یوه تُندلاري قانونپوه حسین نقوي له قوله هم لیکلي چې وایي دا مهمه نهده چې کاندیده یوه ښځه وي یا نارینه، بلکې زموږ لپاره اساسي موضوع دا ده چې له یوه کاندید سره سیالۍ ته ورمخته شو.
نقوي چې د ایران پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ پالېسۍ د کمېټې غړی دی وایي، د ایران د شورای نګهبان د انتخاباتو څارونکي باید اجازه ورکړي چې یوه ښځه د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ودرېږي.
دی وایي چې دا مسئله حل شي نو هېڅ ستونزه نهشته چې یوه ښځه د ولسمشرۍ کاندیده وي.
په عمومي ډول د ولسمشرۍ د نوماندانو د تشرېح کولو برخه کې د ایران په اساسي قانون کې راغلي چې ولسمشر باید له سیاستوالو څخه وټاکل شي، خو په تېرو شاوخوا څلورو لسیزو کې په پرلهپسې ډول د انتخاباتو په درشل کې دا موضوع راپورته کېږي چې د سیاستوالو کلمه ایا یوازې نارینه وو ته راځي او که هدف یو سیاسي شخصیت دی چې ښځې هم پهکې شاملې دي.
ځینې په دغه لفظ کې ښځې شاملې بولي خو د ایران نګهبان شورا دې ته د نارینه تفسیر ورکوي.
برلین مېشتي ایراني خبریال احسان مهرابي بیا ازادي راډیو ته ویلي چې شک لري د ایران نګهبان شورا خپل دریځ بدل کړي.
دی وایي، په مهمو سیاسي پُستونو کې د یوې ښځې حضور تل د محافظهکارو مذهبي مشرانو لپاره د منلو نهوه، نو څنګه کېدای شي نګهبان شورا د سرې کرښې اوښتلو ته زړه ښه کړي ان که د ولسمشر روحاني د رأیو ماتولو په هدف هم وي؟
نوموړې تېره میاشت د محافظهکارو د یوې نوې راپورته شوې سیاسي ډلې ویانده شوه.
دستجردي د جنورۍ پر ۱۵مې په یوې خبري غونډه کې وویل چې د دې ډلې عمده هدف دا دی چې د دوی په وینا د انقلابي ځواک تر منځ یووالی راولي او وروسته یو داسي کاندید وټاکي چې د دغه اتحاد وړتیا ولري.
د ولسمشرۍ لپاره د دستجردي نوماندې د ایران په ټولنیزو رسنیو کې تاوده بحثونه راپورته کړه چې ځینو یې هرکلی وکړ، خو ځینو یې پر تُندلاري دریځ انتقاد کاوه.