د سوریې حکومت او د رژیم د مخالفو ډلو د استازو تر منځ غونډه چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه شوې وه پرون سې شنبه پای ته ورسېده.
دا دوه ورځنۍ غونډه د روسیې او ترکیې په ابتکار پېل شوې وه چې د بشار الاسد حکومت او د هغوی د مخالفو ډلو استازو پهکې ګډون کړی و.
د غونډې په پای کې د ایران، ترکيې او روسیې استازو موافقه وکړه چې په سوریه کې د اوربند د څارنې یو مېکانیزم جوړ شي.
د غونډې پرېکړهلیک هم د دې هېوادونو استازو اعلان کړ چې په سوریه کې د مخالفو لورو تر منځ د جوړجاړي خبره پهکې شوې وه.
خو د سوریې رژیم اپوزېسیون د دې پرېکړهلیک له لاسلیکه ډډه کړې ده.
په سوریه کې د وسلهوالې ډلې جېشالسلام سیاسي برخې مشر محمد علوش پرون د پرېکړهلیک تر اعلانېدو وروسته په استانه کې خبریالانو ته وویل:
"موږ د موافقې دا متن نهشو لاسلیکولی، د اپوزېسیون د هغو ډلو په باور چې په استانه کې سره را یوځای شوي وې، دا متن له چلونو او مجهولو ټکو ډک دی."
علوش زیاته کړه چې دوی له په پرېکړهلیک کې د "جوړجاړي" له ټکي سره مخالفت لري ځکه دوی د جوړجاړي لپاره نه بلکه د داسې سیاسي حل د موندلو لپاره استانې ته تللي وو چې په سوریه کې د قدرت سیاسي انتقال ته لار هواره کړي.
د اپوزېسیون په وینا، د دې لپاره لومړی ګام د اوربند ټینګېدل دي چې له هغه پرته د سیاسي حل د یوه مېکانېزم پر جوړېدو بحث نهشي کېدلای.
په مذاکرو کې د اپوزېسیون د پلاوي ویاند اسامه ابو زید خبریالانو ته وویل:
"موږ په دې موافقه کې برخه نهلرو. دا د روسیې، ایران او ترکیې تر منځ موافقه ده. هغوی خپلواک هېوادونه دي او هره موافقه چې وغواړي، کولای شي. دا د هغوی خپل بیان دی. کله چې دا بیان د غونډې د وروستۍ اعلامیې په توګه وړاندې کېدو ته چمتو شو، موږ ورته وویل چې یو لړ ملاحظې لرو."
خو د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دي مېستورا چې د استانې په مذاکرو کې يې برخه درلوده، د غونډې د پایلو په اړه له احتیاطه ډکه خوشبیني څرګنده کړې ده.
هغه پرون د غونډې تر پای ته رسېدو وروسته، خبریالانو ته وویل چې د سوریې رژیم او د اپوزېسیون استازو ته ځانګړی سیاسي جرأت په کار و چې له ډېرې مودې وروسته، په یوه خونه کې مخامخ سره کېني.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر په استانه کې غونډې ته په اشاره وویل، حکومتيې د هغو ټولو هڅو ملاتړ کوي چې پر اساسیې په سوریه کې اوربند ټینګ او د بشري مرستو پېل ته لاره پرانیستل شي.
په سوریه کې د پنځه کلنې کورنۍ جګړې له امله زرګونه کسان وژل شوي او زخمیان شوي دي.
د سوریې میلیونونه وګړي له خپله هېواده تېښتې ته مجبوره شوي دي.