د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

د ارام سمندر تجارت له تړونه د امریکا وتل او چین ته د سیمې سترګې


وروسته له هغې چې سپینې ماڼۍ د امریکا د نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ له ژمنې سره سم اعلان وکړ چې متحده ایالات د ارام سمندر هېوادونو د تجارت له تړونه وځي، د سیمې هېوادونو چې دغه تړون‌یې لاسلیک کړی اوس چین ته سترګې اړولي چې د امریکا ځای ونیسي.

په سیمه کې د چین د سوداګرۍ پراخ نفوذ ته په پام سره دغه تړون د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په دې هدف لاسلیک کړی و چې متحده ایالات په سیمه کې د سوداګرۍ په چارو کې مخکښ رول ولوبوي.

اسټرالیا او د ارام سمندر د سیمې نورو هېوادونو وویل چې د پاسفیک یا ارام سمندر د سوداګرۍ له تړونه د سپپنې ماڼۍ له وتلو وروسته هڅه کوي چې دغه تړون وژغوري، ښایي هم چین ته اجازه ورکړي چې د متحده ایالاتو تشه ډکه کړي.

د اسټرالیا صدراعظم مالکولم ټرنبول «Malcolm Turnbull» د سې شنبې په ورځ په کانبیرا کې خبریالانو ته وویل، اوس چې سپینه ماڼۍ د ترانس پاسیفیک شراکت له تړونه وځي یولس نورو هېوادونو چې د سوداګرۍ دغه تړون‌يې لاسلیک کړی چین ته سترګې اړولي چې دغه تشه ډکه کړي.

د اسټرالیا صدراعظم مالکولم ټرنبول
د اسټرالیا صدراعظم مالکولم ټرنبول

نوموړي زیاته کړه:

"موږ غواړو چې د زیاتو بازارونو په لرلو سره ډېر فرصتونه او امکانات ولرو، په اوس وخت کې موږ د چین اسټرالیا د ازاد تجارت تړون لرو، دا یقیني ده چې چین د دې وړتیا لري چې له «TPP» سره یوځای شي، د دې احتمال شته چې د وخت په تېرېدو سره په دې برخه کې د امریکا په پالېسي کې هاغسې چې دې هېواد د تجارت په نورو تړونونو کې کړي، بدلون راشي، دغه‌راز د دې امکان هم شته چې «TPP» له متحده ایالاتو پرته فعالیت مخ ته یوسي او ما په دې اړه له نورو مشرانو سره هم خبرې کړي، تېره شپه مې هم د جاپان له صدراعظم شینزو ابي سره خبرې وکړې."

د اسټرالیا صدراعظم دغه‌راز وویل، موږ غواړو ازادو بازارونو او ازاد تجارت ته د لاسرسي دغه چوکاټ وساتو.

پروټکشونیزم یا د خپلو تولیداتو ساتنه هغه وسیله نه‌ده چې تاسو له پڅ اقتصادي حالته چې په‌کې راګېر یاست راوباسي بلکې دا یو بېل دی چې تاسې نور هم ژور کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جنوري په دېرشمه له دغه تړونه چې د امریکا په ګډون دولسو هېواودونو لاسلیک کړی او پخواني ولسمشر بارک اوباما یې کلک ملاتړ کړی و، د وتلو اعلان وکړ او ویې‌ویل چې هغه د امریکایي کارګرانو او سوداګرو ګټې نه‌خوندي کوي.

په سیمه کې د چین د سوداګرۍ پراخ نفوذ ته په پام سره دغه تړون اوباما په دې هدف لاسلیک کړی و چې متحده ایالات په سیمه کې د سوداګرۍ په چارو کې مخکښ رول ولوبوي.

چین چې د دغه تړون غړی نه‌دی، د متحده ایالاتو په وتلو سره ورته نه‌یوازې د دې ورخلاصېږي چې د لومړي ځل لپاره ورسره یوځای شي، بلکې دې هېواد ته به د دې وړتیا هم ورکړي چې په سیمه کې چې د نړۍ د اقتصاد په سلو کې څلوېښت جوړوي، د سوداګرۍ د شرایطو د وضع کولو په برخه کې پراخ نفوذ ولري.

XS
SM
MD
LG