د افغانستان د ملي مشارکت ګوند رئیس ادعا کوي چې د افغانستان د کابینې ۲۵ سلنه غړي د ایران جاسوسان دي او د هغه هېواد په ګټه کار کوي.
نجیبالله کابلي د سې شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې که څه هم د دغو کسانو نومونه وانهخیستل خو ویېویل چې په دې برخه کې مؤثق اسناد لري او که چېرې ولسمشر غني وغواړي، په دې اړه به خپل ټول اسناد ورسره شریک کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"زه چې کله وایم د افغانستان د کابینې ۲۵ سلنه غړي د ایران جاسوسان دي زما هدف دا دی، کله چې د ګمارنو وخت کېږي، تر هغه چې د ایران له سفر او د ایران له دولت نه تائیدي وانهخلي اصلاً ځیني مشران هغوی نهمعرفي کوي، اوسیې ځای نهدی چې زه د دغو رهبرانو نومونه واخلم، زه پر خپلو څرګندونو ولاړ یم او مؤثق اسناد هم لرم، زه پر افغان ولسمشر غږ کوم، هغه وزیران چې له بهرنیو کړیو سره اړیکې لري دوی دې له دندو ګوښه کړي."
ښاغلي کابلي وویل د افغانستان په حکومت کې د ایران د نفوذ مسئلهیې له افغان امنیتي چارواکو سره شریکه کړې او له دوی څخهیې غوښتي چې په دې برخه کې به په جدیت سره څېړنه وکړي.
د افغانستان د ملي مشارکت ګوند مشر همدارنګه ادعا وکړه چې ایران تل د افغانستان د ملي ګټو په خلاف له وسلهوالو طالبانو ملاتړ کړی او په دغه هېواد کې د پراختیایي کارونو په وړاندې خنډ ګرځېدلی دی.
ازادي راډيو وغوښتل چې په دې اړه د افغانستان د جمهوري ریاست نظر هم واخلي، خو د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډيو ته وویل، تر هغه چې ښاغلی کابلي په دې برخه کې اسناد او شواهد وړاندې نهکړي دوی په دې اړه کوم رسمي نظر نهشي څرګندولی.
ښاغلي کابلي ټینګار کړی چې د افغانستان په کابینه کې د جاسوسانو په تړاو اسناد به یوازې له حکومتي چارواکو سره شریک کړي.
د افغانستان د ملي مشارکت ګوند مشر تر دې وړاندې هم د افغانستان په چارو کې د ایران د لاسوهنو په اړه څرګندونې او اعتراضونه کړي دي.
ملي مشارکت ګوند: ایران په پټه له افغان طالبانو ملاتړ کوي
خو تر دې مخکې په کابل کې د ایران سفارت په کراتو د افغانستان په چارو کې د مداخلو خبره رد کړې ده.
په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر صافی وایي، د افغانستان په کابینه کې د جاسوسانو شتون د شرم وړ مسئله ده.
نوموړي زیاته کړه:
"په هر دولت او ټولنه کې چې حاکمیت، دولت او حکومت وي، که چېرې بهرني هېوادونه د خپلو جاسوسانو پر مټ نفوذ کوي او د هغه هېواد وګړي د جاسوس په توګه ګماري دا د یوه هېواد استقلال، حاکمیت او د ملي ګټو لپاره د شرم ځای دی."
ښاغلي صافي دغهشان ټينګار وکړ چې د قوانینو له مخې حکومت مکلف دی چې په نظام کې د بهرنیو هېوادونو جاسوسان معلوم او مجازات کړي.
راپور: ناجیه ساپۍ