د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

حیات: د ایران او طالبانو استازو د هلمند ګرمسېر کې سره لیدلي


د هلمند والي حیات‌الله حیات وايي، د ایران او د طالبانو استازو په‎ دې ولایت کې سره لیدلي دي.

ښاغلي حیات پرون یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې استخباراتي معلوماتو څرګنده کړې چې دواړو خواو د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې سره لیدلي دي.

د هلمند والي ازادي راډیو ته وویل چې استخباراتي معلومات تائیدوي چې د ایران رژیم او د وسله‎والو طالبانو استازو په ګرمسېر ولسوالۍ کې سره لیدلي خو جزئیات‌یې نه‎دي څرګند.

د حیات‌الله حیات په وینا، په ‎دې اړه څېړنې روانې دي چې د ایران او طالبانو استازو پر کومو مسئلو خبرې کړې دي.

د هلمند والي حیات الله حیات
د هلمند والي حیات الله حیات

حیات‌الله حیات زیاته کړه:

"تاسو ته څرګنده ده چې په وروستیو کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان تر څنګ، د ایران لاسوهنې هم زیاتې شوي او د افغانستان له لوري هم د اوبو د مهارولو مسئله جدي شوې ده. زموږ د استخباراتو په ابتدايي رپوټونو کې څرګنده شوې چې پاکستاني او ایراني وګړو په ګرمسېر کې سره کتلي دي خو موږ د ملي امنیت ادارې له لارې غواړو چې دا مسئله په ډېر دقت وڅېړو. "

د هلمند والي حیات‌الله حیات په خپل ولایت کې وروستیو جګړو ته په اشارې وویل چې وسله‎والو طالبانو له داسې مزایلو کار اخیستی چې په ایران کې جوړ شوي دي.

حیات وویل، وسله‎والو طالبانو د لښکرګاه په عملیاتو کې د ولایت پر ودانۍ مزایل ورتوغولي چې یو شمېر یې نه‎دي چاودېدلي او ورڅخه څرګندېږي چې په ایران کې تولید شوي دي.

حیات‌الله حیات وايي:

"دوه میاشتې وړاندې چې وسله‎والو طالبانو پر لښکرګاه حمله وکړه، تقریباً ۴۲ مزایل د ولایت پر ودانۍ، د والي پر مېلمستون او کور وتوغول شول چې درې یا څلور یې نه‎دي چاودېدلي. متأسفانه، پر دې مزایلو زموږ د ګاونډي هېواد ایران مارک واضح لیدل کېږي او تېر کال تولید شوي دي."

د هلمند د والي په وینا، هلته په ناکراریو کې د ایران د لاس درلودلو یو عمده دلیل د سیند اوبه دي چې هغه هېواد ته وربهېږي.

د هلمند والي ښاغلی حیات زیاتوي:

"موږ د امنیتي وضعیت په اړه له ولسمشر سره خبرې کړې دي. په ځانګړي ډول، د ولسمشر او د هلمند سیند په حوزه کې د مخورو، د ولایتي شورا د استازو او د پنځو ولایتونو د والیانو تر منځ خبرې شوې دي. دوی د اوبو د وېش پر هغې موافقې چې د افغانستان پخواني صدراعظم موسی شفیق له ایران سره لاسلیک کړې وه، بحث کړی دی."

د ایران حکومت په مکرر ډول له وسله‎والو طالبانو سره د همکارۍ په اړه رپوټونه رد کړي دي.

خو د هلمند والي حیات‎الله حیات ویلي چې ولسمشر محمد اشرف غني ژمنه کړې چې له ایران سره د اوبو د لانجې د حل هڅې به چټکې کړي څو په هلمند کې د بې‌امنیتۍ یو لوی عامل ختم شي.

XS
SM
MD
LG