د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

ارشد: د حزب اسلامي اړوند یو زنداني هم تر اوسه نه‌دی خوشې شوی


حزب اسلامي وايي، د سولې د هوکړې عملي کېدو په برخه کې هېڅ پرمختګ نه‌دی شوی.

د دغه حزب ویاند حشمت‌الله ارشد د يکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د حکومت په رهبرۍ کې خپل‌منځي اختلافاتو او وېشلو نظرونو د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د شوې هوکړې عملي کېدل له ننګونو سره مخ کړي دي.

ښاغلي ارشد ټینګار وکړ چې په دې برخه کې د حکومت اړوند مسؤلین خپل کارونه په سمه توګه پر مخ نه‌وړي او تر دې مهاله په حزب اسلامي پورې اړوند يو زنداني هم نه‌دی خوشې شوی.

ارشد: تر اوسه زموږ یو بندي هم نه دی خوشې شوی.
ارشد: تر اوسه زموږ یو بندي هم نه دی خوشې شوی.

نوموړي زیاته کړه:

"د سولې د هوکړې د موادو عملي کېدل د حزب لپاره ډېر مهم دي، خو له بده مرغه چې په دې برخه کې کوم خاص پرمختګ نه‌دی شوی، زموږ یو له مهمو غوښتنو د حزب اسلامي د سیاسي بندیانو خوشې کېدل دي چې تر اوسه نه‌ده عملي شوې، د حزب اسلامي د بندیانو خوشې کېدل کابل ته د حزب اسلامي د مشر راتګ ته لاره هواروي."

د ښاغلي ارشد په خبره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د پنځو سوو سیاسي بندیانو نوملړ حکومت ته سپارل شوی، خو تر دې مهاله حتی د حزب اسلامي هغه سل بندیان چې دوسیې يې د بیا ځل لپاره څېړل شوي هم دي، نه‌دي خوشي شوي.

خپلواک: د حزب اسلامي د بندیانو لېست څېړل کېږي

هغه وايي، د حزب اسلامي د سیاسي بندیانو خوشې کېدل کابل ته د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار راتګ ته زمینه برابروي، خو د نوموړي په وینا يو شمېر کړۍ کابل ته د ښاغلي حکمتیار له راتګ وېره لري او نه‌غواړي چې د سولې هوکړه عملي شي.

ارشد: که تعزیرات لېري شي او یا نه‌شي حکمتیار کابل ته راتلونکی دی

له حزب اسلامي سره د سولې دغه هوکړه‌لیک شااوخوا څلور میاشتې وړاندې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ لاسلیک شو او د سولې د هوکړې د عملي کېدو لپاره يوه ګډه کمېټه هم جوړه شوه.

له حزب اسلامي سره د سولې تړون لاسلیک کول.
له حزب اسلامي سره د سولې تړون لاسلیک کول.

د افغان دولت او حزب اسلامي غړو له‌خوا جوړه شوې دا کمېټه له حزب اسلامي څخه د تحریمونو لیرې کولو، پر دندو د هغوی د کدرونو ګمارلو، له زندانونو د حزب اسلامي بندیانو د خوشې کولو، د دوی د کډوالو راستنولو ته د زمینې برابرولو او ګڼو نورو برخو ته کار کوي.

خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

په ورته وخت کې بیا، د سولې د هوکړې د عملي کېدو د ګډې کمېټې غړی حاجي دین محمد وايي چې دوی د دغې هوکړې د عملي کېدو لپاره جدي هڅې کوي، خو دغه پروسه وخت ته اړتیا لري.

حاجي دین محمد: دغه پروسه وخت ته اړتیا لري.
حاجي دین محمد: دغه پروسه وخت ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه:

"په دې برخه کې کار روان دی، يو شمېر پرمختګونه هم شوي لکه د دغه حزب د مشر لپاره ځای برابر شوی، د تور لېست څخه د نومونو وېستلو مسئله هم نېږدې ده، د بندیانو کوم لېست چې دوی سپارلی و هغه هم څېړل شوی او ولسمشر ته لېږل شوی چې د بندیانو د خوشې کېدو حکم ورکړي او دا نور هم تر څېړنو لاندې دي."

د افغانستان د دولت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي سره د سولې د هوکړې لاسليک کېدل د افغان حکومت او د سولې د عالي شورا له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي.

خو ویل کېږي چې که د دغه هوکړه‌لیک مواد په سمه توګه عملي نه‌شي نو د سولې په روان بهیر به ناوړه اغېز ولري.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG