د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

د نړۍ ځينو ښارونو مېرمنو د ټرمپ د سیاستونو پر ضد مظاهره وکړه


د امریکا متحده ایالاتو پلازمېنه او د نړۍ لسګونه نور ښارونه پرون د ښځو لاریون په نوم د مظاهرو شاهد و.

د امریکا متحده ایالاتو په پلازمېنه واشنګتن ډي سي او نورو ښارونو کې په لکونو ښځو او نارینه‌و د "ښځو لاریون" په نوم په یوه اعتراضیه لاریون کې برخه واخیسته.

د "ښځو لاریون" اصلي هدف‌ د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د سیاستونو پر ضد غږ اوچتول دي.

د دغه لاریون یوه ویاند خلکو ته وویل چې پنځه لکه کسان په واشنګتن کې سره راټول شوي دي.

کومې خپلواکې سرچینې د دا شمېر خلکو راټولېدل نه‌دي تائید کړي.

ډېرو مېرمنو په خپلو ویناوو کې ویل چې پر شا به نه‌شي.

یوې امریکايي سندرغاړې «سکارلټ جوهانسن» په واشنګتن کې پروني لاریون ته په وینا کې له ټرمپ وغوښتل چې ټولو ته درناوی ولري ځکه د دې په خبره خلک په تمه دي چې د ټرمپ بل ګام څومره د هغوی پر ژوند تأثیر اچوي.

سکارلټ جوهانسن
سکارلټ جوهانسن

نوموړې زیاته کړه:

"د امریکا ولسمشره ډونالد ټرمپ! ما تاسو ته رأیه نه‌ده درکړې، زه مو درناوی کوم چې د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس یاست، خو لومړی له تاسو غواړم چې له ما ملاتړ وکړئ، زما له خور، زما له مور، زما له ښه ملګري او زموږ له خورګلویو ملاتړ وکړئ، له ښځو او سړیو ملاتړ وکړئ چې نن دلته اندېښمن سره ټول دي او په تمه دي چې ستاسو بل ګام څنګه شاید په پراخه کچه د هغوی پر ژوند تأثیر واچوي."

د نړۍ په ۶۷۰ ښارونو کې ورته لاریونونه او مظاهرې پلان شوې وې.

لومړني لاریونونه د شنبې په ورځ له اسټرالیا او نیوزلنډ پیل شول او زرګونه ښځې او نارینه له سیډني نیولې تر میلبورنه په دغو لاریونونو کې برخه واخیسته.

په اروپا کې په لندن، پراګ، برلین، امستردام او څو نورو ښارونو کې هم لاریونونه وشول.

د فرانسې پلازمېنې پاریس ښار کې څو زره تنه د ایفیل ټاور «منار» شااوخوا سره ټول شوي و.

په پاریس کې د دغه لاریون یوه ګډونواله «بیټسي یتر» چې د امریکا متحده ایالاتو د مسه چوسیتس ایالت اوسېدونکې ده او فرانسوی مېړه لري پرون روېټرز اژانس ته داسې وویل:

"په حقیقت کې امریکا د فرانسې پر اصولو جوړه شوې، یعنې د مساواتو، ورورولۍ او خورګلوۍ پر اصولو ولاړه ده، هیله‌منده یم دا عملي هم شي، د جمهور رئیس ټرمپ ډېرې افراطي پالېسۍ کوم خلک چې زموږ له ډلې ارام و هڅوي څو پاڅي او یو کار وکړي."

ځینو مشهورو څېرو هم په بېلابېلو ښارونو کې په دغو لاریونو کې برخه درلوده.

د مستند فلمونو ډایرکټر مایکل مو او معروفه امریکايي سندرغاړې مدونا هم په لاریون کې ګډون درلود.

ډونالد ټرمپ له دې لاریونونو یوه ورځ مخکې د امریکا متحده ایالاتو د ۴۵ جمهور رئیس په توګه لوړه وکړه.

هغه د لوړې په مراسمو کې وویل چې:

​"ننني مراسم ډېره خاصه معنى لري، ځکه موږ نه‌يوازې له يوې ادارې بلې ته، يا هم له يوه ګوند څخه بل ته قدرت انتقالوو، بلکې موږ قدرت له واشنګټن ډي سي څخه اخلو او بېرته‌يې تاسو خلکو ته درسپارو."

د جمعې په ورځ د لوړې مراسمو پر مهال هم د ګڼ شمېر مظاهره‌چیانو او امنیتي ځواکونو تر منځ د تاوتریخوالو او لانجو په اړه رپوټونه خپاره شول.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG