د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۶

د ارزګان ـ کندهار لویې لارې موټر چلوونکو کاري اعتصاب کړی


له تېرو درېیو ورځو راهیسې د ارزګان ـ کندهار تر منځ د لويې لارې موټر چلوونکو کاري اعتصاب پیل کړی دی.

یاد موټر چلوونکي وايي، د دې پر ځای چې پولیس يې امنیت خوندي کړي له ستونزو سره يې مخ کړي دي.

د دغې لارې پر سر موټر چلوونکي اوس شکایت کوي چې د کندهار ولایت پورې مربوط امنیتي پوستو پولیس يې ځوروي.

دوی له تېرو درېیو ورځو راهیسې پر دغه لاره خپل تګ راتګ بندی کړی او وايي تر هغو به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي څو چې دغه ستونزې نوي هواري شوي.

دغه موټر چلوونکي وايي چې له دوی سره ښځې، ماشو مان او ناروغان ورسره وي، خو بیا هم په ساعتونو ساعتونو پولیسو راګرځولي وي او پوستې ورباندې جوړوي اویا هم وهل ډبول ورکوي او پیسې ورڅخه اخلي.

موټر چلوونکي: د کندهار اړوند د پولیسو پوستې را سره ډېر بد چلند کوي.
موټر چلوونکي: د کندهار اړوند د پولیسو پوستې را سره ډېر بد چلند کوي.

څو تنو موټر چلوونکو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د ارزګان او کندهار پرلاره موټر چلوم، زه چې هر وخت پر دغه لاره ځم د«تور کوتل» په سیمه کې د امنیتي پوستو پولیس پر موږ باندې څلور پنځه ساعته بېګار کوي او کله کله سپکې سپورې را ته وايي."

"د ارزګان او کندهار تر منځ پرلاره موټر چلوم، زموږ سره پردغه لاره پولیس ډېر بد چلند کوي، که چېرې دولت دغه ستونزه حل نه کړي موږ پر دغه لاره نه ځو، باید دغه پولیسو ته جزاء ورکول شي."

د مسؤلینو په خبر د ارزګان کندهار ترمنځ لاره چې شااوخوا ۲۷۰کېلو متره اوږد والي لري هره ورځ پري لسګونه موټر تګ راتګ کوي.

وروسته له هغې چې د ارزګان او کندهار لويې لارې امنیتي پوستو سقوط وکړ حکومت تر ډېرې هڅې وروسته د یوې نوې لارې په جوړولو بریالی شو چې د ساتني مسؤلیت يې اوس د کندهار شهرا کنډک پر غاړه دی.

په ورته وخت کې د کندهار امنیتي مسؤلین وايي چې دوی په دې اړه پلټې کوي.

د کندهار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ضياء دراني ازادي راډیو وویل چې دوی تر اوسه په دې اړه کوم معلومات نه لري، خو په خبره يې که خلک کومه ستونزه ولري کولای شي چې د کندهار ولایت له امنیه قوماندانۍ سره دغه ستونزه شریکه کړي او هغه پولیس چې خلک ځوروي په ګوته يې کړي څو دوی ورسره قانوني چلند وکړي.

نوموړی وايي چې دوی هېڅ کله خپلو پولیسو ته اجازه نه ورکوي چې دخلکو سره ناوړه چلند وکړي.

دراني زیاته کړه:

"زموږ سره تر اوسه دغه ستونزه نه ده شریکه شوې، موږ په هره سیمه کې ولسي شوراګانې لرو ،دوی کولای شي چې له هغوی سره هم اړیکه ونیسي او خپل مشکل هل کړي."

د یادونې وړ ده چې د کندهار- ارزګان ترمنځ له ۲۷۰ کېلو متره لارې څخه تر ۴۰ کېلو متره لاره زیاته برخه تخریب شوې چې پرې تلونکي سپرلۍ يې د ګڼو ستونزو شکایت کوي.

راپور:شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG