د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

اوباما په افغانستان کې څه وکړل؟


د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ دوهمه او وروستۍ دوره نن (۲۰-۰۱-۲۰۱۷) پای ته رسېږي.

سبا به منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمهور رئیس په توګه لوړه وکړي.

اته کاله مخکې اوباما ته له پخواني ولسمشر جورج ډبیلو بوش څخه د افغانستان پیچلی پوځي ماموریت نیمګړی پاتې شوی و.

اوباما د ۲۰۰۸میلادي کال په جولای کې وویل چې موږ باید په بشپړه ځواک د اسامه بن لادن، القاعده، طالبانو او هغو ترورېستانو پرضد هڅې وکړو چې د دوه زره لومړي کال د سيپټمبر د ۱۱مې نېټې په برید کې یې چې پر امریکا وشو، لاس درلود.

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کتونکي په دې باور دي چې بارک اوباما ونه توانېده چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي او خپلې ژمنه عملي کړي.

پوهاند ودیر ساپی
پوهاند ودیر ساپی

پوهاند ودیر ساپی وایي:

"د اوباما د کار دوره او له افغانستان او سیمې سره د ده اړیکې تر ډېره د ډیموکراسۍ او ډیموکراټانو له نظره داسې وه چې له ترورېزم سره مبارزې او په افغانستان کې د مخدر موادو کر او قاچاق مخنیوي ته ډېره توجه ونه شوه، د امنیت ښه والي ته چې د ناټو او امریکا اصلي هدف و، له بده مرغه څرنګه چې په‎کار و هغسې هڅې ونه شوې."

خو بل لور ته چې ګورو ولسمشر اوباما په تېرو اتو کلونو کې د افغانستان د مسئلې په اړه یو شمېر مهم کارونه ترسره کړې دي.

د اوباما له مهمو پریکړو کیدای شي چې یوه هم افغانستان ته د ۳۰ زره اضافي سرتېرو د استولو مسئله یاده شي، بله د پاکستان په ایبټ‎اباد کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن پر ضد عملیاتو ته اشاره وشي، دریمه هم د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژنه یاده شي چې تېر میلادي کال یې د جون په ۲۲ په بلوچستان کې د بې پیلوټه امریکایي الوتکې په برید کې ووژل شو، د اوباما په وخت د طالبانو د موسس ملا محمد عمر د مړینې خبر هم خپور شو او د واشنګټن او کابل ترمنځ سټراټیژیک تړون هم یوه مهمه مسئله ده چې د اوباما په وخت لاسلیک شو.

اوباما په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د ولسمشر په توګه د خپل کار د پیل په نهمه میاشت کې پریکړه وکړه چې نور ۳۰ زره عسکر افغانستان ته ولېږي، ده په خپله همدغه پریکړه د خپلې ولسمشرۍ تر ګردو سخته پریکړه وبلله او له هغې یې دفاع وکړه.

اوباما وویل، دا پرځای پریکړه وه ځکه چې هغه مهال طالبان پیاوړي شوي وو.

اوباما د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د افغانستان د وخت له ولسمشر حامد کرزي سره کله سړې او کله تودې اړیکي لرل. دا روابط هغه وخت ډېر ساړه شول چې حامد کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیکه ډډه وکړه.

خو د اوباما او کرزي د سړو اړیکو سربېره د ۲۰۱۲میلادي کال په مې میاشت کې چې کله اوباما کابل ته سفر وکړ د افغانستان د حکومت او امریکا ترمنځ د سټراټیژیکو همکاریو تړون لاسلیک شو. دغو دواړو مشرانو د اختلافاتو سربېره په یو شمېر نړیوالو غونډو کې سره کتل چې په دې لړ کې په ۲۰۱۲میلادي کال کې د شیکاګو غونډه یادولی شو.

په دې غونډه کې له افغانستان سره نړیوالې ټولنې د څلور میلیارډه ډالرو پوځي مرستو ژمنه وکړه.

په افغانستان او سیمه کې د القاعده شبکې موجودیت د امریکا د پوځي مداخلي اصلي علت و.

د اوباما د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې په نیمایي کې د القاعده شبکې پر مشر اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد کې برید وشو.

اوباما د ۲۰۱۱ کال د مې په لومړۍ نیټه دغه لاسته راوړنه داسې اعلان کړه:

"ماښام په خیر. نن شپه زه کولای شم چې د امریکا خلکو او نړیوالو ته دا خبر ورکړم چې متحده ایالتونو داسې عملیات ترسره کړي دي چې په هغه کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن وژل شوی، هغه ترهګر چې د زرګونو بې‎ګناه نارینه و، ښځینه و او ماشومانو د وژنې مسؤل و."

اوباما د خپلې ولسمشرۍ په اتو کلونو کې څلور ځله افغانستان ته ولاړ او هرځل یې په افغانستان کې له مېشتو امریکایي ځواکونو سره لیدلي دي.

د وروستي ځل لپاره اوباما په ۲۰۱۳میلادي کال کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل او تر هغه وروسته د دواړو مشرانو ترمنځ اړیکي نور هم پسې خړ پړ شول.

اوباما بیا په ۲۰۱۴میلادي کال کې د افغانستان د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته له نوي افغان ولسمشر اشرف غني سره وکتل، د حامد کرزي برعکس د اوباما او اشرف غني اړیکې تودې وې او ښې وې، وړمه شپه لا اوباما اشرف غني ته زنګ وواهه، له هغه سره یې خدای پاماني وکړه او ورته ویې ویل چې د افغانستان او امریکا د مشرانو نېژدې همکاري د قدر وړ ده.

ولیدل شي چې ډونالډ ترمپ چې سر له سبا د امریکا ولسمشر کېږي د افغانستان له مشرانو سره څه ډول اړیکې ساتي او د افغانستان د جګړې په اړه چې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده، څه پریکړې کوي.

XS
SM
MD
LG