د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

په افغانستان کې ټرمپ ته د اوباما میراث!


کلونه کېږي چې جنګ افغانستان کرار نه دی پریښی. زرګونه امریکايي سرتېري د بارک اوباما په امر د دې جګړې د مخته وړلو لپاره له خپل ټاټوبي زرګونه کیلومتره لرې افغانستان ته راغلل.

اوباما ویلي و چې د خپل کار تر پایه مخکې به د دغو سرتېرو شمېر لسو زرو ته راښکته کړي.

هغه همداراز په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ژمنه وکړه چې د خپل هېواد تر ټولو اوږده جګړه به پای ته ورسوي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ تر ټولو اوږده جګړه به په مسؤلانه توګه پای ته ورسېږي او دا به یوه موقع وي چې نور [له جګړې] شاته شو."

اوباما چې کله اته کاله مخکې سپینې ماڼۍ ته ورغی یو لک او اتیا زره امریکايي سرتېري د افغانستان او عراق په جګړې بوخت و.

په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو له ژمنې سره- سره اوس هم د امریکا تر ټولو پر مصرفه جګړه نه ده ختمه او ۸۴۰۰ امریکايي سرتېري په افغانستان کې پوځي ماموریت لري.

هغه څه چې اوس ختم شول د بارک اوباما د ولسمشرۍ اته کلنه دوره ده.

ډونالډ ټرمپ ته په افغانستان کې دغه هېواد نا امنۍ او بې ثباتي په میراث پاتې شوه.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د سولې انسټیټوت د مرستیال او د افغان چارو د شننونکي اندري ویلدر په حواله لیکلي چې په افغانستان کې وضعیت لا پسې خرابېږي.

خو ویلدر دا هم وايي، وضعیت تر هغه برېده نه خرابېږي چې طالبان بریالي شي او افغان حکومت وپرځېږي.

د پوځي چارو افغان کارپوه عتیق الله امرخېل وايي، د ډونالډ ټرمپ اداره په افغانستان کې "لوی" مسؤلیتونه لري.

د پوځي چارو افغان کارپوه عتیق الله امرخېل
د پوځي چارو افغان کارپوه عتیق الله امرخېل

ښاغلي امرخېل زیاته کړه:

"اوباما ټرمپ ته یوه ډېره سخته دوره پاتې کړه. دلته [افغانستان] کې داعش او د طالبانو دیارلس ډلې منځته راغلې. د اوباما په دوره کې افغان پوځ په یوې سپکې او کمزورې وسلې سمبال پرېښودل شو."

اخوا ډونالډ ټرمپ ویلي هېواد به له ملت سازۍ وباسي.

هغه فاکس نیوز ته سږکال وویل چې:

"زه به په افغانستان کې پاتې شم. زه له دې کار کرکه لرم ډېره کرکه خو تاسو په پاکستان کې اټمي وسلې لرئ نو ځکه هم زه دا کار کوم [ په افغانستان کې پاتې کېدل]."

ډونالډ ټرمپ د ولسمشر په توګه تر انتخاب لږ څه وروسته له افغان ولسمشر سره په ټیلیفون هم غږیدلی و او په افغانستان کې یې د ترورېزم پرضد په مبارزې او په پاکستان کې د تروریستانو د امن پټنځایونو په له منځه وړلو بحث کړی.

خو د دې لپاره چې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه لږ تر لږه بریالۍ شي څه باید وشي؟

دا پوښتنه پوځي کارپوه جاوید کوهستاني داسې ځوابوي چې باید د امریکا نوې اداره افغان پوځیان په درنو وسلو سمبال کړي.

ښاغلی کوهستاني دا تمه هم کوي چې د ټرمپ اداره په پاکستان لازم فشار راولي څو د تروریستانو امن ځالې له منځه یوسي.

پوځي کارپوه جاوید کوهستانی
پوځي کارپوه جاوید کوهستانی

نوموړی وايي:

"له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره باید یوه قاطع کړنلاره غوره شي. افغان وسله‎وال پوځ باید په درنو وسلو سمبال شي. د مرستو کچه زیاته شي څو په سیمه کې د ترهګرۍ مخه ونیول شي. په پاکستان هم فشار راوستل شي چې د تروریستانو ځالې ورانې کړي."

د پاکستان په اړه بیا د ټرمپ د پرېکړې او سټراټیژۍ جزئیات هم روښانه شوي دي.

ټرمپ په ۲۰۱۲میلادي کال کې د پاکستان له مشرانو انتقاد وکړ او اشاره یې وکړه چې د پاکستان د پوځ ځینو کړیو د القاعده شبکې پخواني مشر اسامه بن لادن ته چې د ۲۰۱۱ میلادي کال د مې په دویمه ووژل شو په خپله خاوره کې ځای ورکړی و.

ټرمپ همداراز په خپل ټویټر لیکلي و چې:

"پاکستان زموږ ملګری نه دی. موږ هغوی ته میلیاردونه ډالره ورکړي دي خو څه مو لاسته راوړي؟"

سوله هم یوه موضوع ده چې په افغانستان کې د جګړې د بریالي کولو د تمې تر څنګ ډېر خلک ورته په تمه دي.

د کابل پوهنتون استاد نجیب محمود هم په دې باور دی چې د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د زمینې برابرول باید د امریکا د نوې ادارې د کار په لومړیتوبونو کې وي.

ښاغلی محمود وايي:

"د افغانستان په وړاندې د ولسمشر ټرمپ لپاره ډېره مهمه کورنۍ دنده موجوده ده. د سولې او جګړې انتخابونه خو جګړه په دې زیاته مطرح ده چې تر اوسه سولې په افغانستان کې نتیجه نه ده ورکړې. په لومړي ګام امریکا یوه سوله ییز افغانستان ته اړتیا لري، دوم دا چې د سولې له بهیره ملاتړ وکړي ځکه مصرف یې کم دی. نو که د سولې انتخاب کار ورنه کړي جګړه خو شته خو دا انتخاب به د امریکا لپاره ډېر قیمتي تمام شي."

له افغانستان سره د امریکا د مرستو دوام بیا هم د امریکا له نوې ادارې د افغانستان د ملي وحدت حکومت غوښتنه ده.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي د پنجشنبې په ورځ په یوه غونډه کې وویل، د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا نوې اداره له ترورېزم سره په مبارزه کې د افغان حکومت لاسنیوی وکړي.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت له رامنځته کېدو وروسته په کابل کې د افغان چارواکو او د امریکا د سفیر او د ناټو د خاص استازي له خوا دوه امنیتي او دفاعي تړونونه لاسلیک شول.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغو تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې اعلان وکړ که د افغانستان په خاوره حمله وشي د افغانستان متحدین یعنې امریکا او ناټو به په ګډه اقدام کوي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG