د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

سرمست له یو شمېر زده‌کوونو سره د سویس کنفرانس کې ګډون وکړ


د افغانستان د موسيقۍ د ملي انسټېټیوټ د يو شمېر ښځينه زده‎کوونکو په مشرۍ د دې انسټېټیوټ رئیس احمد ناصر سرمست په سویس کې نړيوال اقتصادي کنفرانس کې ګډون وکړ.

په دغې غونډه کې چې د چهارشنبې په ورځ په داووس کې وشوه، د پيسو نړيوال صندوق د مشرې کرېسټین لاګارد په شمول يو شمېر مشهورو کسانو ګډون کړی وو.

د داووس اقتصادي کنفرانس نه‌يوازې پر نړيوال اقتصاد تمرکز کوي بلکې يوه فرهنګي برخه هم لري.

ښاغلي سرمست له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې په دغې غونډه کې دی يوازنی افغان و چې د افغانستان په استازیتوب‌يې ګډون وکړ او نړۍ کې يې د موسيقۍ د مثبتو اغېزونو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وویل:

"د ډېر وياړ ځای دی چې د افغانستان د موسيقۍ ملي انسټېټیوټ د موسيقۍ له هغو برياليو ادارو څخه دی چې ویې کولای شول پر ټولنه مثبت اغېز ولري او د کوچنیانو د ژوند په تغيیر کې ډېر رغنده رول ولوبوي."

ښاغلي سرمست تر دې مخکې هم په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په همدې غونډه کې ګډون کړی و او دغه کنفرانس ته‌يې وينا کړې وه.

ښاغلی سرمست وايي، د ۲۰۱۴ میلادي کال پر مهال د خپلې وينا او د افغانستان د ارکستر د موسيقۍ له لارې يې وکولای شول د نړیوالو پام د افغانستان فرهنګي برخې ته واړوي او له همدې کبله د دوهم ځل لپاره دغې غونډې ته وبلل شو.

ښاغلي سرمست زیاته کړه:

"ما په ټوله کې د هغو ننګونو په اړه چې د افغانستان ځوان نسل ورسره مخامخ دی، خبرې وکړې. د هغو ننګونو په اړه چې د افغانستان د موسيقۍ ملي انسټېټیوټ ورسره مخامخ دی په ځانګړي توګه چې زده‎کوونکي ورسره مخامخ دي او د خپلې وينا پر مهال مې هغه لاسته راوړنې مطرح کړې چې اوس‎مهال‌يې د افغانستان د موسيقۍ ملي انسټېټیوټ لري. لکه د مدني ټولنې په رامنځته کولو کې د افغانستان د ځوانانو په ژوند کې په مثبت تغیير راوستلو کې او افغانانو ته د خپل‌منځي خبرو زمينې په برابرولو کې د دغه انسټېټیوټ د رول په اړه مې خبرې وکړې."

ښاغلی سرمست وايي، د افغانستان لپاره د نړيوالو مرستو د جلب لپاره به خپلې خبرې تعقيبوي او د دې کنفرانس په اوږدو کې يې له يو شمېر نړیوالو مشرانو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG