د افغانستان اجرائیه ریاست هیله لري چې د امریکا نوی حکومت د افغانستان پوځي وضعیت په درک سره خپلې همکارۍ له دې هېواد سره تنظیم کړي.
د اجرائیه ریاست ویاند مجیبالرحمان رحیمي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، افغان حکومت تمه لري چې امریکا له افغانستان سره د خپلو همکاریو او له ترورېزم سره د مبارزې په هدف پر پاکستان فشارونه زیات کړي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه:
"موږ هیله لرو چې دا همکاري دوام ومومي او په دې همکاریو کې یو څه چې لازمه ده هغه سیمه کې د ترورېزم د ملاتړي په توګه پر پاکستان فشار راوړل دي. د انتخاباتي مبارزو په ترڅ کې ښاغلي ټرمپ دې موضوع ته اشاره کړې وه او هیله لرو چې د امریکا نوې اداره د افغانستان له وضعیت څخه په ښه درک له افغان حکومت سره خپلې همکارۍ تنظیم کړي."
افغان حکومت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ټاکل شوې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ سبا د لوړې مراسم ترسره او رسماً خپله دنده پیل کړي.
په عین حال کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له جمهور رئیس بارک اوباما سره د چهارشنبې په ماښام په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د ښاغلي اوباما ستراتیژیک تصامیم او له افغانستان سره د متحده ایالاتو همکاریو له ترورېزم سره د مبارزې او له دې هېواده د دفاع برخه کې مهم رول درلود.
ولسمشر اوباما هم په دې ټیلیفوني خبرو کې ټینګار کړی چې افغانستان کې باید د سولې لپاره هلې ځلې دوام وکړي او له نړیوالې ټولنې سرهیې د افغان حکومت جدي همکارۍ ستایلې دي.
تر دې وړاندې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې دوی به په افغانستان کې پاتې شي ځکه چې افغانستان د اټمي هېواد پاکستان ګاونډی دی.
دغهراز د امریکا دفاع وزارت ته نومول شوی جېمز متېس هم ویلي، که د متحده ایالاتو د دفاع وزیر په توګه وګمارل شي پر پاکستان به فشارونه زیات کړي څو په خپله خاوره کې د هغو وسلهوالو ډلو فعالیتونه ودروي چې د افغانستان امنیت ته ګواښ بلل کېږي.
ښاغلي متېس څرګنده کړې چې په پاکستان کې د ترورېستي ډلو ځالې له عمده ستونزو څخه دي چې افغان امنیتي ځواکونه ورسره مخامخ دي.
په همدې حال کې د سیاسي چارو څېړونکی طاهر هاشمي وایي چې امریکا له کابل او اسلاماباد سره د خپلو ملي او ستراتیژیکو ګټو سره برابرې اړیکې پالي.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه:
"پاکستان د امریکا یو له پخوانیو متحدینو څخه دی او امریکا په هېڅ صورت نهشي کولای پاکستان له پامه وغورځوي. افغانستان هم خپل ستراتیژیک ارزښت پیدا کړی نو امریکا په سیمه کې له خپلو ملي او ستراتيژیکو منافعو سره متناسب له افغانستان او پاکستان سره چلند کوي. ممکن دا چلند تر یوه حده د افغانستان په ګټه وي او یا هم نهوي."
که څه هم پاکستان تل له ترورېزم سره د مبارزې خبره کړې خو افغان چارواکي ادعا کوي چې اسلاماباد په دې اړه صادقانه عمل نهدی کړی.
ان د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني څه موده مخکې د پاکستان پنځه سوه میلیونه ډالره مرسته رد کړه او د هغه هېواد له چارواکو یې وغوښتل چې دا پیسې د ترورېزم د ځالو د لهمنځه وړلو برخه کې ولګوي.
خو ښاغلی هاشمی او ځیني نور څیړونکي ټینګار کوي چې افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د امریکا مرستو ته اړتیا لري او باید له هرې ممکنې لارې د دې مرستو د جلبولو او پر پاکستان د فشار راوړلو لپاره کار واخلي.
راپور: نسیم شفق