د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۰

د ننګرهار خلک: د خښتو بټیو کې د غوړو موادو سوځولو ناروغۍ پیدا کړي


د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د استوګنې په سیمو کې ۷۲ د پښو خښتو بټۍ موجودې دي.

د دې سیمې اوسېدونکي وايي، په بټيو کې ربړونه او نور غوړین مواد سوځول کېږي چې لوګیو یې دوی ته سختې ناروغۍ پيدا کړي.

​د دې سیمې یو تن اوسېدونکی هدایت‌الله وايي:

"دلته دغه ربړونه دي او نور کثافات یا بوټان راوړي دلته په بټيو کې سوځول کېږي تاسو د دې بټيو لوګي وګورئ ټولې ناروغۍ دي خلک‌يې تباه کړل."

بل تن تحسین‌الله بیا وايي:

"سهار چې راپاڅېږو ټوله ساحه دودونو نيولې وي او دا خلک ښه پوهېږي چې دا ناروغي پيدا کوي خو مخه‌يې نه‌نیول کېږي."

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب کامه‌وال وايي، په ښار کې د رېکشو او په سره رود ولسوالۍ کې د بټیو لوګیو د ناروغیو کچه لوړه کړې.

هغه وايي، ۵۰ سلنه ناروغان د همدې دوه سیمو او پاتې یې د ټول ننګرهار دي.

ښاغلی کامه‌وال زیاتوي:

"د دې لوګيو له امله تنفسي ناروغۍ، نمونیه او سینه بغل ډېرې زياتې شوې دي موږ ته چې کوم ناروغان راغلي ډیری یې د همدې سیمو یا د ښار او یا هم د سره رود ولسوالۍ دي چې ټول د همدې مضره دودونو له امله ناروغ شوي دي."

د ننګرهار د چاپېریال ساتنې رئیس فضل‌الربي همیم وايي، د سره رود د بټیو لوګي د ننګرهار د چاپېریال لپاره یو بحران دی.

هغه وايي، د مخنیوي لپاره‌یې څو ځله له امنیتي ادارو مرسته غوښتې خو ورسره همکاري نه‌ده شوې.

ښاغلی همیم زیاتوي:

"د خښتو بټیو کې د ربړونو او نورو موادو سوځول دا لوی مشکل دی او د دې څخه کنټرول د هماغې سیمې مسؤلینو دنده ده چې مخه‌يې باید ونیسي."

د سره رود ولسوال سید اکبر سادات هم دا ستونزه مني او وايي، له دې وروسته به‌یې د حل لپاره اقدامات وکړي.

نوموړی زیاتوي:

"دلته بټۍ ډېرې زیاتې دي او موږ دومره پولیس نه‌لرو چې په ټولو څارنه وکړي خو اوس چې ستاسو له لارې خبر شو زه به ان‌شاءالله دا موضوع جدي ونیسیم دوی نه به څارنه وکړم."

د ننګرهار د روغتیا ادارې د معلوماتو له مخې د تېرو لسو میاشتو په موده کې یې د شااوخوا دوه نیم میلیونو ناروغانو درملنه کړې چې د نیمو د ناروغه کېدو لامل د هوا چټلوالی او د پاکۍ نه‌خیال ساتل دي.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG