د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

جرمني کې زېږېدلې د فوټبال افغان لوبغاړې خپلو هیلو ته ورسېده


د افغانستان د نجونو د فوټبال په ملي ټیم کې یو شمېر لوبغاړي له بهرنیو هېوادونو راغلي دي.

یو له دغو لوبغاړو چې ملي ټیم ته بلل شوې دُرانۍ حسن ده چې په جرمني کې زېږېدلې ده.

د افغانستان د نجونو د فوټبال ملي ټيم غړې دُرانۍ حسن وايي، ډېره هیله‌یې درلوده چې په ملي ټیم کې لوبه وکړي.

بالاخره دا هیله تېر ډسمبر پوره شوه او دُرانۍ وتوانېده د خپل هېواد د ملي ټيم لپاره ولوبېږي.

هغې ډي، پي، اې خبري آژانس ته ویلي چې دا یې یوه هیله وه او هېڅ باور نه‎شي کولای چې هېله‌یې پوره شوه.

دُرانۍ چې د برلین په "هرتا 03" ټیم کې لوبه کوي وايي، له وړکتوبه مې غوښتل چې یوه نړیواله فوټبالره شم او وتوانېدم هامبورګ کې له دوو نورو افغان نجونو سره اړیکه ونیسم او ملي ټیم ته معرفي شم.

دُرانۍ که څه هم په ډسمبر میاشت کې د ملي ټيم لپاره د جنوبي اسیا سیالیو کې لوبه وکړه خو ټیم‌يې کومه نتیجه ترلاسه نه‎کړه.

د دې په شمول نورو لوبغاړو ته د نجونو د ملي ټیم مسؤلې خالدې پوپلزۍ د لوبو تر بایللو وروسته ډاډګېرنه ورکړه.

نوموړې وویل:

"ژاړئ مه. موږ به بل ځل حتماً بریالۍ شو. تاسو ژاړئ مه. څوک چې له لوبو بهر دي نه‌پوهېږي خو تاسې پوهېږئ چې څومره زحمت مو ایستلئ."

که څه هم د فوټبال فدراسیون له‎خوا د ښځو کمېټې او ملي ټيم څو کاله مخکې فعالیت پیل کړی خو په یوه وروستي کال کې یې نړیواله روزونکې هم پیدا کړې او په منظمه توګه د ټورنمنټونو لپاره روزنیز کمپونه ورته جوړېږي.

د دوی وروستۍ لوبې هند کې د جنوبي اسیا لوبې وې چې ویې نه‌کړای شول کومه لوبه وګټي خو د فوټبال فدراسیون د چارواکو په خبره نجونو تر پخوا زیات ښه فوټبال وکړ.

د دوی د لوبو د بایللو یوازنی علت هم دا په ګوته شوی چې نجونو ډېر وخت سره نه‌و تېر کړی او کم وخت‌یې په ټيم کې تېر کړی دی.

د نجونو د فوټبال ملي ټیم اکثره غړي په جرمني، ډنمارک، سویډن، ناروې، هالند او امریکا کې اوسېږي او اکثره‌یې په یادو هېوادونو کې پيدا او لویې شوې دي.

دُرانۍ حسن هم چې په جرمني کې زېږېدلې خو په خټه افغانه ده وايي، له ماشومتوبه‌یې فوټبال کاوه خو په ۲۰۰۹ میلادي کال کې یې رسمي فوټبال په هرتا ټیم کې پیل کړ.

دُرانۍ وايي:

"له ګول کیپرۍ سره مینه لرم، کولای شې هرې خوا ته ټوپ {ډایف] کړې."

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG