د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

د عبدالله او یاماموتو کتنه: "م.م" ته د سولې برخه کې همکاري زیاته کړي


د افغانستان حکومت هڅې پیل کړي چې د حکومت له مخالفو وسله‎والو سره د سولې برخه کې ملګري ملتونه همکاري زیاته کړي.

په دې ترڅ کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو سره په کابل کې د چهارشنبې په ورځ خبرې وکړې.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل

د افغانستان اجرائیه رئیس د سولې برخه کې پر سیمه‌ییزې همکارۍ ټینګار وکړ، د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وايي:

"د افغانستان اجرائیه رئیس د ترورېزم پر ضد د سیمه‌ییزې همکارۍ مسئلې ته په اشارې سره وویل چې پاکستان دې په دې برخه کې لازمه همکاري وکړي."

اسلام‎اباد په وروستیو کې یو ځل بیا دا خبره کړې ده چې د افغانستان له حکومت سره به د سولې په خبرو کې همکاري وکړي او د پاکستان صدراعظم پرون په داووس کې د ۴۷ نړیوالې اقتصادي غونډې تر څنګ وویل چې پاکستان دې ته ژمن دی چې د افغانانو په مشرۍ د افغانانو د سولې او پخلاینې د بهیر ملاتړ وکړي او امکانات ورته برابر کړي.

نواز شریف دا خبره هم وکړه چې په افغانستان کې سوله او ثبات په مستقیم ډول د پاکستان له امنیت سره ارتباط لري.

نواز شریف: افغانستان کې سوله او ثبات په مستقیم ډول د پاکستان له امنیت سره ارتباط لري.
نواز شریف: افغانستان کې سوله او ثبات په مستقیم ډول د پاکستان له امنیت سره ارتباط لري.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند وویل چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پاکستان د صدراعظم د دې خبرو په اړه د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره پرون خبرې ونه‎کړې خو پر دې مسئلې بحث وشو چې د سیمې هېوادونه دې اړیکې د افغانستان له دولت سره وساتي نه له ترهګرو سره.

په وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د پاکستان تر څنګ ایران هم له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې دي، خو د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند وویل چې عبدالله عبدالله شااوخوا دوه اوونۍ مخکې ایران ته د سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره د افغانستان د سولې پر مسئلې خبرې کړې وې.

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"د ایران ولسمشر، اجرائیه رئیس ته ډاډ ورکړی دی چې هغوی به له خپلو سرچینو په استفادې سره او له خپلو امکاناتو په ګټې اخېستنې سره په بشپړه توګه هڅه کوي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې همکاري وکړي او د ترورېزم په ځپلو کې د افغانستان حکومت ښه همکار پاتې شي."

د ځینو معلوماتو له مخې چې ازادي راډیو ترلاسه کړي دي، د افغانستان حکومت په قطر کې له طالبانو سره اړیکې زیاتې کړې دي او هغوی یې هڅولي دي چې د ګاونډیو هېوادو له منځګړیتوب او مداخلې پرته دې مخامخ په خپله له افغان حکومت سره د سولې خبرې مخته یوسي.

د افغان حکومت د ځینو سرچینو په وینا په دې برخه کې پرمختګ شوی دی خو په دې اړه نور توضیحات نه‎دي ورکړل شوي.

XS
SM
MD
LG