د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

د حراست او ثبات شورا: سیاسي اختلافاتو دښمن ته جرأت ورکړی


د افغانستان د حراست او ثبات شورا وايي چې د حکومت دننه خپل‌منځي اختلافات د دې سبب شوي چې وسله‌وال مخالفین په اسانه خپل اهداف عملي کړي.

د حراست او ثبات شورا وايي چې په مهمو ښارونو کې وروستیو پرله‌پسې حملو اوسنی نظام سخت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

د یادې شورا ویاند مسعود ترشتوال د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د حکومت خپل‌منځیو سیاسي اختلافاتو دښمن ته جرأت ورکړی او په هېواد کې یې ناامنیو او د خونړیو حملو پېښېدو ته هم زمینه برابره کړې ده.

هغه په هېواد کې روان جنګ بهرنی بولي، خو وايي، د شورا غړي له دې وېرېږي هسې نه چې د ځينو په مرسته په هېواد کې کورنیو او قومي جګړو ته زمینه برابره شي.

نوموړي زیاته کړه:

"په دې کې شک نه‌شته چې دښمنان له بېرونه سمبالېږي او تغذیه اخلي، خو د حکومت دننه اختلافات په هېواد کې ورانکاره کړنو ته زمینه برابره کړې ده."

له دې وړاندې د ولسي جرګې یو شمېر غړو هم ویلي چې په مرکز کابل او یو شمېر ولایتونو کې ناامنۍ د هغو اختلافونو نتیجه ده چې د ملي وحدت حکومت مشرانو د قدرت په سر نیولې ده.

ځينو افغان سیاستمدارانو بیا ویلي چې د حکومت خپل‌منځي اختلافاتو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روحیه کمزورې کړې او ګڼې نورې ستونزې یې رامنځته کړي دي.

خو د جمهور رئیس مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال وايي چې د ملي وحدت حکومت له دښمن څخه ځانګړی تعریف لري او له هر بله وخته دا وخت دښمن تر ډېر فشار لاندې دی.

مینه پال: دښمن دامهال تر بل هر وخت تر فشار لاندې دی.
مینه پال: دښمن دامهال تر بل هر وخت تر فشار لاندې دی.

نوموړي زیاته کړه:

"حکومت یو واضح تعریف او د دښمن پر وړاندې ځانګړی دریځ لري، ټولې هغه ډلې چې د افغان ولس او خاورې پر ضد جنګېږي د افغانانو دښمن دي."

په همدې حال کې یو افغان څېړونکی عتیق‌الله امرخېل ټینګار کوي چې د وسله‌والو مخالفینو او د هغوی د ملاتړو په وړاندې یوه او ځانګړې پالیسي د وخت اړتیا ده.

د هغه په باور تر هغه وخته چې پنځم ستون فعاله وي او د حکومت سیاست متمرکز نه‌وي په دې برخه کې پیل شوې مبارزه به لازمه نتیجه ورنه‌کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG