د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

اموزګار: د روان کال لومړیو ۶ میاشتو کې ۴۸۹۹ ملکیان مړه او ټپیان شوي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د تېر کال په پرتله په روان کال کې د ملکي خلکو تلفات د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله شپږ سلنه زیات شوي دي.

دغه څرګندونې د یاد کمېسیون استازي باز محمد اموزګار د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د مدني ټولنو له‌خوا د جګړې د قربانیانو په ملاتړ جوړ شوي کنفرانس ته وکړې.

د دغه کمېسیون مسؤلینو ویلي، هغه ارقام چې په کمېسیون کې ثبت شوي ښیي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۴ زره ۸۹۹ کسان په ټول هېواد کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

اموزګار وویل چې د دوی څېړنې ښیي چې د دغو تلفاتو عاملین تر ډېره د دولت وسله‌وال مخالفین دي.

هغه وویل:

"که دغه ارقام له ۱۳۹۴ کال سره پرتله کړو شپږ سلنه زیاتوالی ښيي او ۶۹ سلنه وژل شويو او زخمیان شويو کسانو عاملین د دولت وسله‌وال مخالفین دي."

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو له دې مخکې یې دا ډول ارقام ناسم او یو اړخیز بللي وو.

په دغه کنفرانس کې د مدني ټولنو غړو له ۳۱ معلولینو او د جګړې د قربانیانو د کورنیو له غړو سره نقدي مرسته وکړه.

په ورته وخت کې د افغانستان د مدني ټولنې رئیس عزیز رفیعي ټینګار کوي چې د جکړې له معلولینو او د جګړې د قربانیانو له کورنیو سره مرسته کول د ټولو افغانانو مسئولیت دی.

ښاغلي رفیعي وویل، داسې پالېسۍ لاتر اوسه نه‌دي وړاندې شوي چې د معلولینو او د جګړې د قربانیانو ستونزه ورسره هواره شي.

عزیز رفیعي
عزیز رفیعي

هغه وویل:

"موږ د دغې ټولنې د مسئولو انسانانو په توګه باید خپله دنده پر ځای کړو او د معلولینو او هغو کسانو سره مرسته وکړو چې په جګړه کې یې خپل د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي، هیله‌مند یم چې موږ او افغان حکومت پر دې وتوانېږو چې دغه مسئولیت ترسره کړو."

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې له دې مخکې ولسمشر غني ویلي وو د حکومت بل مسئولیت د ملي اردو د زخمیانو او قربانیانو کورنیو ته رسېدنه ده.

په ورته وخت کې یو شمېر معلولینو او د قربانیانو د کورنیو غړو چې په دغه کنفرانس کې ګډون درلود د حکومت له نه‌ملاتړه شکایت وکړ.

دوی وايي چې په دغې موده کې د حکومت له لوري ورسره هېڅ ډول مرسته نه‌ده شوې.

یو تن معلول سید مرزا په دې اړه وویل:

"په دغه ژمي کې له میزان میاشتې راهیسې هېڅ کوم معلول او د شهید کورنۍ معاش نه‌دی اخیستی، د شهید او معلول د کورنۍ غړي وږي دي، موږ له تاسو نه غواړو چې ملي امنیت شورا ته وړاندیز وکړئ چې زموږ معاشونه راکړل شي."

هغوی همداراز ټینګار وکړ که چېرې یې ستونزو ته رسیدنه ونه‌شي مدني حرکتونه به پیل کړي.

په ورته وخت کې د امنیت شورا د پالېسۍ او انسجام ریاست مرستیال محب‌الله نوري چې په دغه کنفرانس کې یې ګډون درلود ټینګار وکړ چې له معلولینو او د قربانیانو څخه ملاتړ د هغوی دنده ده او د ستونزو د حل لپاره به‌یې اقدامات کوي.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG