د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

مشرانو جرګې د شپږم کال ۱۶مې تقنیني دوره کې کوم کارونه کړي؟


د افغانستان مشرانو جرګې د شپږم کال د تقنیني دورې کاري راپور وړاندې کړ.

مشرانو جرګه وايي چې دوی په دغه کال کې د قانون پر اساس خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړې دي.

د دغې جرګې لومړی منشي عبدالله قرلق د سې شنبې په ورځ په عمومي جلسه کې د دغه راپور په یوه برخه کې وویل چې مشرانو جرګې په دغه کال کې ۷۵ عمومي جلسې،۶۴۱ د لوړو پوړو چارواکو او وزیرانو د استجواب او استماعیه غونډې درلودې او یو شمېر قوانین یې تصویب کړې دي.

نوموړي همدارنګه د دغه راپور په یوه برخه د مشرانو جرګې یو شمېر نورو فعالیتونو ته هم اشاره وکړه.

قرلق: مشرانو جرګې په دغه کال کې ۷۵ عمومي جلسې کړي.
قرلق: مشرانو جرګې په دغه کال کې ۷۵ عمومي جلسې کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان مشرانو جرګې په دغه کال کې خپلې دندې د قانون پر اساس ترسره کړي دي چې له دغه جملې د ۸۸۳ کمېسیونونو نوبتي غونډې، ۶۴۱ د لوړپوړو چارواکو او وزیرانو د استجواب او استماعیه غونډې، ولایتونو ته ۲۵ معلوماتي او نظاراتي سفرونه ترسره شوي دي او د کابل ښار له اداراتو کتنه او د خلکو او ادارو ۲۷۸ شکایتونو او عریضو په اړه غور شوی."

د یادونې وړ ده چې د افغانستان ملي شورا د هر کال په پای کې خپل کاري راپورونه وړاندې کوي.

د افغانستان د ملي شورا ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ژمي رخصتۍ د دلوې له لومړۍ نېټې پیلېږي او د حوت تر پنځلسمې دوام کوي.

دې سره هم‌مهاله بیا افغان حقوق‌پوه کبیر رنجبر په دغه کال کې د مشرانو جرګې کارونه تر یوه حده د قناعت وړ بولي.

رنجبر: مشرانو جرګه تر یوه حده خپلو کارونو کې بریالۍ وه.
رنجبر: مشرانو جرګه تر یوه حده خپلو کارونو کې بریالۍ وه.

ښاغلي رنجبر له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وویل:

"په عمومي ډول که چېرې د مشرانو جرګې پر کارونو قضاوت وکړو تر یوه حده دوی بریالي وو، کومې نیمګړتیاوې چې دوی درلودې هغه دوی پورې مستقیماً اړیکه نه‌درلوده، کومې دندې چې مشرانو جرګې ته د قانون پر اساس ټاکل شوي دي تر ډېره حده دوی سره ته رسولي دي."

خو له بلې‌خوا د مدني ټولنې یو شمېر غړي د افغانستان پر مشرانو جرګې انتقادونه کوي او وایي چې دوی د خلکو د ستونزو د هواري پر ځای تر ډېره پر خپلو شخصي کارونو بوخت دي.

مدني فعال محمد عارف حیدري په دې اړه وویل:

"دوی تر ډېره خپلمنځي ستونزو او په وزارتونو کې د خپلو خپلوانو په مقرریو بوخت و، د افغانستان پر ملي شورا خلکو خپل اعتماد له لاسه ورکړی، زه خپله د یوه مدني فعال په توګه او اکثره مدني فعالان په دغو دوو قوو باور نه‌لري."

نوموړي وویل د دې مسایلو تر څنګ د وکیلانو غیر حاضري هغه ستونزه ده چې تر ډېره خلکو په دغو وکیلانو خپل اعتماد له لاسه ورکړی.

دوی وایي، د ملي شورا کړنې په هېڅ صورت خلکو ته د منلو وړ نه‌دي او په وینا یې چې د خلکو دغه استازي باید پر خپلو کړنو له سره کتنه وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG