د خوست-ګردېز تر منځ لويې لارې ډرېوران شکايت کوي چې د لارې په اوږدو کې د پوليسو د پوستو تر منځ د دوی موټرونو څخه خلک ښکته کېږي او غله ترې ورسره شته هر څه اخلي چې دې کار خلک وېرولي او د دوی تګ راتګيې ټکنی کړی دی.
د خوست-ګردېز لويې لارې ډرېوران وايي چې د غلو له وېرې په ډاډه زړه نهشي کولای د پخوا په څېر پر دغه لار خپل تګ راتګ وکړي.
د دوی په خبره د پکتيا مرکز ګردېز او ښواک ولسوالۍ تر منځ د غلګۍ په سيمه کې د پوليسو دوو پوستو تر منځ غله لارې ته راوځي او خلک شکوي، د دې لارې درې ډرېورانو ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:
"دا لاره چې ده بيخي امنيت پهکې نهشته، غله راوځي او د دوو پوستو په منځ کې د غلګۍ سره دا غله راوځي، مخکې صحیح وه خو دا دوه درې مياشتې کېږي چې دې لارې ته غله راوځي او لارهيې نا امنه کړې ده."
"زه ډرېور یم، که له دې ځای څخه يا له خوست څخه راشو په ماښام او مازيګر کې د غلګۍ خواته غله راوځي د دواړو پوستو په منځ کې غله راوتلي وي او له ډرېورانو څخه کليګانې اخلي او خلک کوزوي مشکلات جوړوي او خلک شکوي، زما د تره زوی يې هغه بله ورځ شکولی وو، يو ټیليفون ورسره وو او ۷۰۰۰ زره کلدارې يې ترې اخيستې وې."
"د خوست ګردېز تر منځ ټکسي موټر چلوم چې ماښام او مازيګر راشو د غلګۍ په منځ کې په ساعتونو ساعتونو ولاړ يو، دوه درې مياشتې کېږي چې غله د دوو پوستو په منځ کې راوځي، کله موږ سوارلي نهلرو او کله په ماښام او مازيګر کې د تګ راتګ چانس پيدا شي او راځو خو په دې لار کې مشکل دی."
دوی دا هم ويلي دي چې په ځلونو يې خپله ستونزه د پکتيا له امنيتي ارګانونو سره شريکه کړې خو تر دې مهاله د دوی ستونزې ته د حل لار نهده پيدا شوې.
د پکتيا امنيتي چارواکي د ډرېورانو دا شکايت مني وايي، دوی هم د خوست او ګردېز تر منځ د غځېدلې لويې لارې په اوږدو کې د غلو او نا امنيو څخه خبر شوي او د حل لپارهيې اقدامات کړي دي.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ وويل، دی په خپله څو ځله د دې لارې د ستونزو د تعقيب په موخه وتلی، خو تر دې دمهيې څوک په لاس نهدي ورغلي.
نوموړي زیاته کړه:
"په دې لار کې د غلګۍ له تنګي نه د سټو کنډو تر بېخ پورې کله نا کله غير مسؤله وسلهوال راوځي او زموږ د لارې تلونکي راتلونکو ته ضرر رسوي او پيسې ترې اخلي دا ما اورېدلي او څو ځلې خپله پسې ور وتلی يم خو بدبختانه په لاس نهدي راغلي او د نيولو لپارهيې لا هم لاس په کار يو."
امنيه قوماندان وايي چې د غلو د نيولو او لارې د امن لپارهيې ځانګړي پلانونه جوړ کړي او په تطبيق سره بهيې خلک ډېر ژر نوي امنيتي کمربندونه او د ګزمو زيادښت وويني.
ډرېوران د خوست ګردېز لارې د ناامنۍ او د غلو راوتو خبر په داسې حال کې کوي چې د کابل-ګردېز او غزني-ګردېز لارو کې هم خلک له مازيګر وروسته په ډاډه زړه تګ راتګ نهشي کولای.
راپور: داود تپان