د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

مېرکل، ټرمپ ته په ځواب کې: د اروپایانو برخلیک زموږ خپل لاس کې دی


د جرمني صدر اعظمې د امریکا د منتخب ولسمشر د څرګندونو په ردولو سره ویلي چې د اروپایانو برخلیک په هره برخه کې د هغوی په خپل لاس کې دی.

ډوڼالد ټرمپ ویلي، باور لري چې له بریتانیا وروسته به نور هېوادونه هم له اروپايي اتحادیې ووځي.

مېرمن مېرکل د نیوزیلنډ له صدراعظم سره په یوه په یوه خبري غونډه کې وویل، د اروپایانو برخلیک د هغوی په خپل لاس کې دی.

دې وویل، انتظار ده چې د امریکا د ولسمشر د لوړې مراسم ترسره شي، وروسته به له ټرمپ سره په هره سویه همکاري وکړي.

مېرکل: زموږ اروپایانو برخلیک زموږ په خپل لاس کې دی.
مېرکل: زموږ اروپایانو برخلیک زموږ په خپل لاس کې دی.

نوموړې زیاته کړه:

"فکر کوم چې زموږ اروپایانو برخلیک زموږ په خپل لاس کې دی، زه به له ټولو ۲۷ غړو سره اغېزمن کار ته دوام ورکړم، د اقتصاد پیاوړتیا، ګټورې پرېکړې، زموږ هدفونو ته تعهد، د ۲۱مې پېړۍ له چلینجونو سره مقابله چې له ترورېزم سره مبارزه ده او زموږ د پولو ساتنه ده، د کورني امنیت ټینګښت، مطمئن کورنی بازار او د روزګار رامنځته کول، زموږ په وړاندې پرتې ستونزې دي او موږ له هغو سره د مقابلې لپاره له ډېرو متمرکزو شېوو کار اخلو."

تر دې وړاندې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ په جرمني کې د مهاجرت پر پالېسۍ انتقاد وکړ او په ځانګړي ډول‌یې مېرمن مېرکل په دې مسئله کې کمزورې وبلله.

ټرمپ وویل چې د ده په باور د کډوالو منل، که د هر هېواد وي، ناورین دی.

ډونالد ټرمپ چې د جنورۍ په شلمه، یعني راتلونکې جمعه، لوړه کوي، د اروپايي هېوادونو پر ځینو اقتصادي پالېسیو هم انتقاد لري.

ده د دوشنبې په ورځ د جرمني له بیلټ ورځپاڼې سره په مرکه کې د جرمني پر موټر جوړوونکو شرکتونو انتقاد وکړ.

ډونالد ټرمپ وویل، که د «بي. اېم. ډبلیو» او «فولکس واګون» په شان شرکتونه وغواړي چې په مکسیکو کې موټر جوړ کړي او هغه له ۳۵ فیصده مالیې پرته پر متحده ایالاتو وپلوري، باید سر له همدې اوسه دا خوب له ذهنه وباسي.

یو شمېر اقتصادي کتونکي وايي، که ډونالد ټرمپ او همکاران‌یې هغه پالېسۍ چې مخکې یې د هغو په اړه خبرې کړې دي، عملي کړي، د ازادې سوداګرۍ کیسه به ختمه او ځینې کمپنۍ به منزوي شي.

XS
SM
MD
LG