د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۶

خصوصي سکټور کې د روغتیايي خدمتونو لوړولو په اړه د روغتیا وزارت نوښت


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روغتیايي سکټور اړوند ډېرې ستونزې د دې لامل شوي چې د خصوصي سکټور په برخه کې پانګونه او پراختیا اغېزمنه کړي.

په داسې حال کې چې په هېواد کې له روغتیايي بې‌کیفیته خدمتونو څخه پراخ انتقادونه موجود دي او ډېری افغانان د درملنې لپاره له هېواده بهر ځي، د عامې روغتیا وزارت له ځینو نویو اقدماتو سره غواړي چې د خصوصي روغتیايي سکټور کیفیت لوړ کړي.

د دې وزارت مرستیالې ناجیې طارق د دوشنبې په ورځ د روغتیایي متشبثینو او د بانکونو ځينو استازو سره په یوه ګډه غونډه کې له پانګه‌والو وغوښتل چې د دې هدف لپاره روغتیايي خصوصي سکټور ته د پور اخیستنې زمینې برابرې کړي.

اغلې طارق وايي چې د روغتیا په برخه کې د پانګونې لازمو مالي سرچینو ته نه‌لاسرسي د خصوصي روغتیايي خدمتونو په برخه کې ستونزې رامنځته کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیاله ناجیه طارق
د عامې روغتیا وزارت مرستیاله ناجیه طارق

نوموړې زیاته کړه:

"د خصوصي سکټور په برخه کې اوس هم ځينې ستونزې شته چې پانګونه او د خصوصي سکټور پراختیا یې اغېزمنه کړې ده، یوه ستونزه لازمو مالي سرچینو ته نه‌لاسرسی دی او نننۍ جلسه له همدې لپاره جوړه شوې تر څو د دې ستونزې د حل لپاره لازم اقدامات تر سره شي."

اغلې طارق وايي چې په خصوصي روغتیايي سکټور کې د ستونزو د هواري لپاره د روغتونونو مشورې هم اخیستل شوي او پر پخوانۍ مقررې بیا کتنه کېږي.

د روغتیایي متشبثینو د ملاتړ په دغې غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه د عامې روغتیا وزارت د چارواکو تر څنګ د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې، د روغتیا د برخې د بېلابېلو ټولنو استازي، د همدې برخې متشبثین او د افغانستان د بانکونو استازي د ستونزو د حل په خاطر راټول شوي دي.

د روغتیايي چارواکو په وینا دا مهال ډېری افغانان په هېواد کې بې‌کیفیته روغتیايي خدماتو څخه شکایت لري او یوه زیاته اندازه پیسې په بهرنیو هېوادونو کې په درملنې لګوي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې هر کال افغان ناروغان په پاکستان، هندوستان ترکیې او ځينو نورو هېوادونو کې پر درملنې شااوخوا درې سوه میلیونه ډالره لګوي.

په داسې حال کې چې افغان حکومت په هېواد کې دننه پر پانګونې ټينګار کوي د افغان بانکونو اجرائیه رئیس نجیب امیري روغتونونو او د روغتیا په برخه کې پانګه‌والو ته د پور ورکولو خبر ورکوي.

د افغان بانکونو اجرائیه رئیس نجیب امیري
د افغان بانکونو اجرائیه رئیس نجیب امیري

نوموړي زیاته کړه:

"بانکونه په دې برخه کې څه قانوني موانع نه‌لري او ژمن دي چې پانګه‌والو او هغو کسانو ته چې پور ته اړتیا لري د پور زمینې برابرې کړي، کله چې دوی پور اخلی باید شرطونه په نظر کې ونیسي."

ښاغلی امیري د کمپنیو ضمانت خط، د پخوانیو پورونو ورکړه او ځيني نور هغه شرطونه یادوي چې د روغتیا برخې متشبثین‌یې باید ولري.

د روغتونونو چارواکي خصوصي روغتیايي مرکزونو ته حکومتي پاملرنه دوی ته د مالي سرچینو او ځينو سهولتونو برابرول د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره ګټور ګڼي.

دوی وايي چې له دې کار سره له یو خوا د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړېږي او له بله پلوه په هېواد کې دننه خلکو ته کاري زمینې برابرېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG