راپورونه وايي، د قرغزستان د پلازمېنې بشکېک هوايي ډګر ته نېږدې د ترکيې هوايي شرکت د يوې باروړونکې الوتکې د سقوط په نتيجه کې لږ تر لږه ٢٠ تنه مړه شوي دي.
د قرغزستان چارواکي وايي چې يوه باروړونکې بوينګ ٧٤٧ ډوله الوتکه نن سهار له مناس نړيوال هوايي ډګره څو کېلو متره ليرې نسکوره شوه.
د قرغزستان د حکومت يوې وياندې تولګوناى ستامالييفا «Tolgonai Stamaliyeva» وويل:
"دغه الوتکه چې له هانګ هانګ نه استانبول ته روانه وه، غوښتليې د تېلو اچولو لپاره پر مناس هوايي ډګر کېني چې د استوګنې پر يوه ساحه نسکوره شوه او ١۵ کورونهيې تخريب کړل."
ګڼ مړه شوي کسان د هغه کلي اوسېدونکي دي چې الوتکه ورباندې نسکوره شوې ده، ويل شوي د پېښې پر ساحې سخت غبار خپور و.
د الوتکې تر سقوط وروسته د لګېدلي اور د مړه کولو لپاره هڅې پيل شوې دي.
د هوايي ډګر چارواکي وايي، په الوتکه کې نامعلوم شمېر عمله سپره وه.