په پاریس کې د منځني ختیځ د سولې په اړه نړیوال کنفرانس پرون یکشنبه پای ته ورسېد.
د دې نړیوال کنفرانس لږ تر لږه ۷۰ ګډون کوونکو هېوادونو استازو په پای کې پر اسرائیل او فلسطین غږ وکړ چې د لانجې د سولهییز حل لپاره هڅې پېل کړي او د دوو دولتونو جوړېدو ته خپل تعهد نوی کړي.
د غونډې په پرېکړهلیک کې همداراز د اسرائیل او فلسطین پر رهبرانو غږ وشو چې د دوو دولتونو د جوړېدو مخالف نظرونه رد کړي او له داسې یو اړخیز اقدامه ډډه وکړي چې د سولې لپاره خبرو ته ضرر رسولائ شي.
فلسطینیانو په پاریس کې د کنفرانس د پرېکړو هرکلی کړی دی.
خو د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د پاریس په کنفرانس کې له ګډونه ډډه وکړه او ویېویل چې دا کنفرانس د اسرائیل پر ضد جوړ شوی و.
بنیامین نتانیاهو پرون یکشنبه په بیتالمقدس کې د خپلې کابینې غونډې ته وویل:
"د پاریس کنفرانس ګته نهلري، دا د فلسطینیانو او فرانسویانو تر منځ تنظیم شوی و او هدفیې پر اسرائیل د داسې شرایطو تحمیل دی چې زموږ له ملي ګټو سره مخالفت لري، دا به سوله لا زیاته لیرې کړي ځکه د فلسطینیانو پر موقف ټینګار کوي او مرسته ورسره کوي چې له مخکنیو شرایطو پرته، د سولې د مخامخ مذاکرو وړاندیز رد کړي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري په پاریس کې دې غونډې ته ورغلی و خو د امریکا د نوي منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ له لوري استازی نهو ورغلی.
د فلسطین د ازادي سازمان "پي. ال. او" یوې غړې حنان عشراوي له رامالله، په ټیلیفوني مرکه کې اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل چې د پاریس کنفرانس هدف د اسرائیلیانو او فلسطینیانو تر منځ د سولې د مذاکرو ملاتړ دی.
حنان عشراوي وویل:
"موږ له دې کنفرانسه یوازې د شرایطو او هدف ته د رسېدو د لارو څرګندول نهغواړو بلکې یوه مشخصه نقشه، یو څرګند پلان، مهالوېش او کلک ګامونه غواړو چې د دوو دولتونو د حل په مرسته، په یوه ځانګړي وخت کې، یو خپلواک او اغېزمن فلسطیني دولت رامنځته شي او د فلسطینیانو په سیمو کې د اسرائیل د تشدد او د روانو سرغړونو مخنیوی وشي."
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند پرون یکشنبه په دغه کنفرانس کې وویل چې یوازې د اسرائیل او فلسطین تر منځ مخامخ مذاکرې سولې ته لاره هوارولائ شي او بل هېڅڅوک د دوی لپاره دا کار نهشي کولائ.
د پاریس په کنفرانس کې له اروپايي هېوادونو او منځني ختیځه ډپلوماتانو ګډون کړی وو.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې نړیواله ټولنه ژمنه ده چې اسرائیل او فلسطین د مذاکرو پیل ته وهڅوي او د دواړو لپاره خپلواک دولتونه رامنځته شي.
د اسرائیل او فلسطین تر منځ په لانجه کې یوه حساسه مسئله د بیتالقمدس برخلیک دی.
فلسطینیان باور لري چې د دوی د راتلونکي دولت پلازمېنه به په ختیځ بیتالمقدس کې وي، خو اسرائیل دا ښار په بشپړ ډول خپله پلازمېنه ګڼي.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپل انتخاباتي کمپاین کې وویل چې بیتالمقدس به د اسرائیل د پلازمېنې په توګه وپېژني او په تلابیب کې د امریکا سفارت به بیتالمقدس ته ولېږدوي.
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د پاریس کنفرانس تر پیل مخکې، خبرداری ورکړ چې بیتالمقدس ته د امریکا سفارت لېږدېدل به د سولې له بهیر سره هېڅ ډول مرسته ونهکړي.