د افغانستان جمهوري ریاست نن یکشنبه او سبا دوشنبه په ټول هېواد کې د ملي ماتم ورځې اعلان کړې.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې راغلي له دې څخهیې هدف د کابل، کندهار او هلمند ولایتونو د تېرې اوونۍ د سې شنبې ورځې د خونړیو پېښو له قربانیانو سره غمشریکي ده او په دغو دوو ورځو کې به په ټول هېواد او په بهر کې په سیاسي دفترونو کې د افغانستان بیرغ نیمه ځوړند وي.
همدارنګه وړاندې په اعلامیه کې یادونه شوې د قربانیانو روح ته د دعا لپاره به په ارګ او د هېواد په ټولو جوماتونو کې فاتحې اخیستل کېږي.
د کابل، کندهار او هلمند د تېرې اوونۍ په انتحاري حملو او چاودنو کې شاوخوا ۵۰ تنه ووژل شول او له سلو زیات ټپيان شول.