د چین د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د امریکا د منتخب ولسمشر هغه وړاندیز رد کړ چې ویلي یې دي، د امریکا د بهرنۍ پالېسۍ څخه به د چین او ټایوان تر منځ د معاملې لپاره کار واخلي.
ډونالد ټرمپ ویلي چې له ټایوان سره دې بیا خبرې اترې وشي.
د چین د بهرنیو چارو وزرات ویاند لو کانګ د یکشنبې په ورځ وویل، د واحد چین پر پالېسۍ خبرې اترې نهشي کېدای.
واشنګټن له هغې وروسته چې په ۱۹۷۹میلادي کال پیکېنګ له ټایوان سره اړیکې ټینګې کړې، له ټایوان سره غیر رسمي اړیکې ساتلي.
چین د ټایوان خود مختاره ټاپو د خپلې خاورې یوه برخه بولي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د چین د خلکو جمهوري حکومت یوازنی مشروع حکومت دی چې د چین استازیتوب کوي.
دا هغه حقیقت دی چې نړیوالې ټولنې په رسمیت پېژندلی او هېڅڅوک نهشي کولای هغه بدل کړي.
د اسوشیټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ په هغې مرکه کې چې د جمعې په ورځیې له والسټریټ ژورنال ورځپاڼې سره کړې، ویلي چې د چین په ګډون ټول مسایل د خبرو اترو وړ دي.
د ټرمپ دغه وروستۍ څرګندونې د دې نښه ده چې له چین سره د متحده ایالاتو اړیکې به په تېره بیا د ټایوان پر سر ټکان وخوري.
چین له دې مخکې هم د ټایوان له ولسمشر تسای اینګ ون سره د ټرمپ د ټیلیفوني خبرو پر سر په غُصه شوی و.
دواړو مشرانو د ډسمبر په ۱۲مه په خپلو کې خبرې کړې وې.
چین د ټایوان له مشر سره هر ډول جلا اړیکه خپل ځان ته لوی سپکاوی بولي.
ټرمپ هغه مهال له یوه ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي و چې دی احساس نهکوي چې د چین واحدې پالېسۍ ته ځان ژمن وبولي خو په دې شرط چې که د دې موضوع او د سوداګرۍ د نورو مسایلو په اړه له چین سره توافق ته ورسېږي.
ټانګ یونګ هانګ چې په زیامن پوهنتون کې استاد دی وایي، ټرمپ نړیوالې اړیکې د یوه سوداګر په منطق سره څېړي او غواړي وویني چې چین په دغو لمسونو سره څه ډول عکسالعمل ښیي.